ads

په تخار كې ۴۲ وسله وال طالبان افغان ځواكونو ته تسليم شوي

په تخار كې ۴۲ وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره يو ځاى افغان ځواكونو ته تسليم شوي دي. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير كليد ته وويل، د بدخشان په كران او منجان ولسوالۍ كې د طالبانو يو قوماندان قاري قمرالدين له خپلو ۴۱ وسله والو كسانو سره تېره ورځ د […]

نویسنده: hewadpal
22 وږی 1398
په تخار كې ۴۲ وسله وال طالبان افغان ځواكونو ته تسليم شوي

په تخار كې ۴۲ وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره يو ځاى افغان ځواكونو ته تسليم شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير كليد ته وويل، د بدخشان په كران او منجان ولسوالۍ كې د طالبانو يو قوماندان قاري قمرالدين له خپلو ۴۱ وسله والو كسانو سره تېره ورځ د تخار په ورسج ولسوالۍ كې امنيتي سرتېرو ته تسليم شو.
د ده په خبره، يادو كسانو خپلې لسګونه ميله بېلابېل ډوله وسلې هم امنيتي ځواكونو ته وسپارلې.
وسله والو طالبانو بيا دغه ادعا رد كړې او تسليم شوي كسان يې سيمه ييز پوليس بللي، چې په وينا يې، دوى نيولي وو او وروسته يې بېرته خوشې كړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA