په بلخ كې د هوايي بريدونو په ترڅ كې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، دا هوايي بريدونه په چمتال، چهاربولك او شولګرې ولسواليو كې ترسره شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دغو بريدونو كې د قاري نقيب الله او سېلاب په نومونو د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۱ طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د يادو بريدونو په اړه تبصره نه ده كړې.