د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ادارې اجازه وركړه، چې له اوكراين سره دې ۲۵۰ ميليون ډالري پوځي مرسته وشي.
دا مرسته پر دې سربېره، چې ويل كېدل د روسيې د پوځي اقداماتو په ضد د مبارزې لپاره ورته كيف سخته اړتيا لري، ځنډول شوې وه.
له اوكراين سره د متحدو ايالتونو دغه مرسته د پنجشنبې په ورځ د امريكا د مشرانو جرګې د تداركاتو كمېټې تر غونډې وړاندې اعلان شوه.
تمه كېده، چې د امريكا د دواړو ګوندونو استازي ډيموكراټان او جمهوري غوښتونكي به د يادو پيسو د نه وركولو په خاطر پر جمهور رئيس ټرمپ نيوكې وكړي.
د امريكا ولسي جرګې دا مرسته مخكې تصويب كړې وه.