ads

د جام تاريخي منار د وسله والو طالبانو له ولكې ووت

د غور ولايتي چارواكي وايي، افغان ځواكونو د جام تاريخي منار له شاوخوا كليو څخه وسله وال طالبان په شا تمبولي دي. د دغه ولايت د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته وويل، تېره شپه د ځايي اوسېدونكو او ولسي پاڅون كوونكو په همكارۍ د جام منار شاوخوا كلي د طالبانو له شتونه پاك شول. […]

نویسنده: hewadpal
22 وږی 1398
د جام تاريخي منار د وسله والو طالبانو له ولكې ووت

د غور ولايتي چارواكي وايي، افغان ځواكونو د جام تاريخي منار له شاوخوا كليو څخه وسله وال طالبان په شا تمبولي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عبدالحى خطيبي كليد ته وويل، تېره شپه د ځايي اوسېدونكو او ولسي پاڅون كوونكو په همكارۍ د جام منار شاوخوا كلي د طالبانو له شتونه پاك شول.
نوموړي زياته كړه، د غور د مركز فېروزكوه ښار په لوېديځ كې د امنيتي سرتېرو عمليات لا هم دوام لري.
د خطيبي په وينا، اوسمهال جام منار ته په نېږدې سيمو كې هېڅ ګواښ موجود نه دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
جام منار د فېروزكوه ښار د لوېدېځ په ۱۰۷ كيلو مټرۍ كې په شهرك ولسوالۍ كې موقعيت لري او څو مياشتې د طالبانو تر كنټرول لاندې و.
دا ۶۵ متره لوړ منار ۸۰۰ كاله وړاندې غوريانو جوړ كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA