ads

امريكا د القاعده شبكې د درېيو غړو پر سر ۱۵ ميليون ډالره جايزه اعلان كړه

امريكا په سوريه كې د القاعده شبكې د درېيو مهمو غړو د كره ځايونو په اړه د معلوماتو وركولو په بدل كې ۱۵ ميليون ډالري جايزه اعلان كړې ده. د امريكا د بهرنيو چار وزارت له لوري د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا كسان ابو عبدالکريم المصري، فاروق السوري […]

نویسنده: hewadpal
22 وږی 1398
امريكا د القاعده شبكې د درېيو غړو پر سر ۱۵ ميليون ډالره جايزه اعلان كړه

امريكا په سوريه كې د القاعده شبكې د درېيو مهمو غړو د كره ځايونو په اړه د معلوماتو وركولو په بدل كې ۱۵ ميليون ډالري جايزه اعلان كړې ده.
د امريكا د بهرنيو چار وزارت له لوري د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دا كسان ابو عبدالکريم المصري، فاروق السوري او سامي العُرَيدي نومېږي او په ادليب ولايت كې د حُراس الدين ډلې غړي دي.
حُراس الدين ډله د القاعده شبكې يوه څانګه ده.
امريكا پر يادې ډلې څو وارې هوايي بريدونه كړي او په وروستي بريد كې يې ۴۰ كسان وژلي وو.
حُراس الدين ډله په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې رامنځته شوه او شاوخوا ۱۸۰۰ جنګيالي لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA