ads

په ميدان وردګ كې ۱۶ وسله وال طالبان ووژل شول

په ميدان وردګ كې د هوايي عملياتو په مهال ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د دغه ولايت د رسنيو دفتر تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دا عمليات په نرخ ولسوالۍ كې ترسره شوي دي. د سرچينې په خبره، په وژل شوو كسانو كې د ملا حبيب الله، ملا […]

نویسنده: hewadpal
22 وږی 1398
په ميدان وردګ كې ۱۶ وسله وال طالبان ووژل شول

په ميدان وردګ كې د هوايي عملياتو په مهال ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دا عمليات په نرخ ولسوالۍ كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په خبره، په وژل شوو كسانو كې د ملا حبيب الله، ملا نبي او ملا حقمل په نومونو درې سرګروپان او د طالبانو ځينې نور مهم غړي هم شامل دي.
په خبرپاڼې كې راغلي، چې په دې عملياتو كې د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه يووړل شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA