slideshow

130
۲۲ وږی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

طوفان هريرود لوبډله د افغانستان د فوټبال غوره ليګ سياليو پايلوبې ته ووته


د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اتم پړاو سياليو په لومړۍ نيمه پايلوبه كې طوفان هريرود لوبډلې د سپين غر بازانو لوبډلې ته په ماتې وركولو سره پايلوبې ته لار ومونده.
دا لوبه تېره شپه په كابل كې د افغانستان د فوټبال فدراسيون په لوبغالي كې ترسره شوه او په دوه – صفر پايلې سره د طوفان هريرود لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
د يادو سياليو دوهمه نيمه پايلوبه به نن شپه د شاهين اسمايي او سيمرغ البرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو سياليو اتلولي طوفان هريرود لوبډلې ګټلې وه.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *