ads

د كابل – مزار شريف لويه لار پرانيستل شوه

د كورنيو چارو وزارت د ټرافيكو پرمخ د كابل – مزار شريف لويې لارې د پرانيستل كېدو خبر وركوي. د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي تېره شپه پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، دا لاره، چې د بغلان د كيله ګي – دوشي په اوږدو كې له تېرو څو ورځو راهيسې بنده وه، د هېواد د […]

نویسنده: hewadpal
وږی 22, 1398
د كابل – مزار شريف لويه لار پرانيستل شوه

د كورنيو چارو وزارت د ټرافيكو پرمخ د كابل – مزار شريف لويې لارې د پرانيستل كېدو خبر وركوي.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي تېره شپه پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، دا لاره، چې د بغلان د كيله ګي – دوشي په اوږدو كې له تېرو څو ورځو راهيسې بنده وه، د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې بېرته پرانيستل شوه.
دى وايي، په دې عملياتو كې د دولت وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د بغلان زيات شمېر سيمې د هغوى له شتونه پاكې شوې دي.
خو د ځايي اوسېدونكو په خبره، په مركزي بغلان ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ لا هم جګړې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA