ads

د امريكا ولسي جرګې د خليلزاد د احضارولو پرېكړه كړې

د متحدو ايالتونو ولسي جرګې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د احضارولو پرېكړه كړې ده. د دې جرګې د بهرنيو اړيكو د كمېټې رئيس ايليوټ اينګېل وايي، خليلزاد بايد د راتلونكې پنجشنبې په ورځ له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو د معلوماتو […]

نویسنده: hewadpal
22 وږی 1398
د امريكا ولسي جرګې د خليلزاد د احضارولو پرېكړه كړې

د متحدو ايالتونو ولسي جرګې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د احضارولو پرېكړه كړې ده.
د دې جرګې د بهرنيو اړيكو د كمېټې رئيس ايليوټ اينګېل وايي، خليلزاد بايد د راتلونكې پنجشنبې په ورځ له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو د معلوماتو وركولو په هدف د دغې كمېټې علني غونډې ته حاضر شي.
د هغه په وينا، خليلزاد بايد دوى ته د امريكا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د ختمېدو د څرنګوالي په اړه ځواب وركړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو له استازو سره نهه پړاوه مذاكرات مخته يووړل او دواړه لوري د سولې هوكړې ته نېږدې شول، خو د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ دا مذاكرات ختم اعلان كړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA