جمهور رئيس محمد اشرف غني يو ځل بيا د ملكي مرګ ژوبلې پر مخنيوي ټينګار وكړ او ويې ويل، له همدې كبله د ملي امنيت پخوانى عمومي رئيس محمد معصوم ستانكزى د دندې پرېښودو ته اړ شو.
ده نن د لويې جرګې په خېمه كې يوې غونډې ته د وينا په مهال زياته كړه، ستانكزي ته يې خبردارى وركړى و، چې كه بل ځل د ملي امنيت ځواكونو لخوا ملكي تلفات رامنځته شول، د دواړو لارې به سره جلا شي او همداسې يې وكړل.
جمهور رئيس غني وايي، له افغان قاموسه بايد د زورواكي، غاصب، نامسووله وسله وال او فساد كليمې وايستل شي.
د نوموړي په خبره، محدود شمېر كسانو په فساد كولو سره افغان ولس بدنومه كړى دى.
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا يوه نيمه اونۍ وړاندې د ننګرهار د ملي امنيت رياست اړوند د صفر دوه قطعې ځواكونو د دې ولايت په مركز جلال اباد ښار کې د عملياتو په مهال د يوې کورنۍ څلور غړي، چې سره وروڼه وو، په دې نوم ووژل، چې ګواكې د داعش ډلې غړي وو.
خو ځايي اوسېدونكي بيا ياد وژل شوي كسان ملكي وګړي بولي او د لويې څارنوالۍ پلاوى د پېښې پر څېړلو بوخت دى.


