ads

افغان ځواكونو په كابل ښار كې د داعش ډلې پر يوه پټنځاى عمليات ترسره كړي

پوليسو او د ملي امنيت د عمومي رياست ځانګړو ځواكونو د كابل ښار د ۱۷مې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د داعش ډلې پر يوه پټنځاى عمليات ترسره كړي دي. د ياد رياست له لوري كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، د دغو عملياتو په ترڅ كې، چې تېره شپه ترسره شول، د […]

نویسنده: hewadpal
22 وږی 1398
افغان ځواكونو په كابل ښار كې د داعش ډلې پر يوه پټنځاى عمليات ترسره كړي

پوليسو او د ملي امنيت د عمومي رياست ځانګړو ځواكونو د كابل ښار د ۱۷مې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د داعش ډلې پر يوه پټنځاى عمليات ترسره كړي دي.
د ياد رياست له لوري كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، د دغو عملياتو په ترڅ كې، چې تېره شپه ترسره شول، د داعش ډلې د ترهګريزو بريدونو پلانوونكى محمد حنيف او يو پاكستانى وسله وال ووژل شول.
د سرچينې په وينا، د دې عملياتو په مهال يوه پاكستانۍ ښځه، چې له خپلو څلورو ماشومانو سره په ياد پټنځاى كې دېره وه، ټپي شوې او روغتون ته لېږدول شوې ده.
د سيمې اوسېدونكي وايي، داعشيانو هلته د تېرې شپې له شاوخوا ۱۱ بجو راهيسې تر نن سهاره له امنيتي ځواكونو سره جګړه وكړه او د جګړې په وخت د څو چاودنو غږونه هم واورېدل شول.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA