ads

په بلخ کې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت خبر ورکړی چې د بلخ په چمتال، چهاربولک او شولګرې ولسوالیو کې د هوایي بریدونو په پایله کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې د چهاربولک ولسوالۍ په تیمورک سیمه کې د طالبانو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 وږی 1398
په بلخ کې ۱۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت خبر ورکړی چې د بلخ په چمتال، چهاربولک او شولګرې ولسوالیو کې د هوایي بریدونو په پایله کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې د چهاربولک ولسوالۍ په تیمورک سیمه کې د طالبانو د یو قومندان اسدالله وفا پنځه غړي وژل شوي او د شولګرې ولسوالۍ په سیاب کلي کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې درې نور وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت پر داسې مهال په بلخ کې د وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي چې په دې وروستیو کې په شمالي ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښتو زور اخیستی او وسله وال طالبان د ځینو ولسوالیو په نیولو بریالي شوي دي.
وسله والو طالبانو بیا تر اوسه د دفاع وزارت د یاد خبر په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA