ads

د جګړې ښکیل اړخونه دې د خبریالانو خوندیتوب ته جدي پام وکړي

وروسته له هغه چې د جمعي په ورځ د پکتیکا ولایت د بېلابېلو رسنیو شپږ خبریالان د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو له لوري برمته او وروسته خوشي، د خبریالانو اندېښنې راولاړې کړې دي. د پکتیکا خبریالان خبریالان غوښتنه کوي چې د جنګ ښکیل اړخونه باید د دوی خوندیتوب ته لومړیتوب […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 وږی 1398
د جګړې ښکیل اړخونه دې د خبریالانو خوندیتوب ته جدي پام وکړي
خبریالان

وروسته له هغه چې د جمعي په ورځ د پکتیکا ولایت د بېلابېلو رسنیو شپږ خبریالان د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو له لوري برمته او وروسته خوشي، د خبریالانو اندېښنې راولاړې کړې دي.
د پکتیکا خبریالان خبریالان غوښتنه کوي چې د جنګ ښکیل اړخونه باید د دوی خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
دوی وايي خبریالان بي لوري خلک دي، هر وخت حق غږ اوچوتوي او باید د کار مخه یې ونه نیول شي.
عبدالروف ذهین وايي، خبریالان هر وخت په هر حالت کې بي لوري پاتي شوي او تل يي د ولس ستونزو ته انعکاس ورکړی.
دی زیاتوي چې د جنګ ښکېل اړخونه باید د خبریالانو ژوند ته ګواښ پېښ نه کړي، بلکه په کاري چاپیریال کې ورسره مرسته وکړي او خوندیتوب ډاډمن کړي.
جمال الدین الهام په پکتیکا کې هغه خبریال دی چې د جمعي په ورځ له پنځو نورو ملګرو سره د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري برمته شو.
دی وايي، په افغانستان کې د جنګي ډلو د نه پاملرنې له کبله هر کال په هېواد کې لسګونه خبریالان ژوند له لاسه ورکوي .
ښاغلي الهام څرګندوي، ټولو جنګي ډلو ته لازمه ده چې خبریالانو ته ستونزي جوړي نه کړي، بلکه د خبریالانو له کار څخه ځان خبر او د خپل وس برابر ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.
د پکتیکا خپلواکو ژورنالیستانو د ټولنې مشر سیف الرحمن شهاب کلید ته وویل، د جنګ ښکېل اړخونه یا د خبریالانو له مسولیتونو او کار څخه خبر نه دي او یا په قصدي توګه غواړي دوی ته ستونزي جوړي کړي.
هغه وايي د خبریالانو وهل ټکول او بندي کول له ټولو اصولو سرغړونه ده او ټینګار کوي چې که د بیا لپاره داسې څه تکرار شي، خبریالان اړ دي چې له خپلو دندو لاس په سر شي.
په دغه ولایت کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټي مسول علي محمد نظري څرګندوي دولت او طالبانو هر وخت د خبریالانو د خوندیتوب لپاره ژمني کړي، خو ډېر کله په خپلو ژمنو کې پاتي راغلي.
نوموړی زیاتوي چې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د شپږ تنه خبریالانو وړل او له دوو شپو وروسته خوشي کول، دا په ډاګه کوي چې خبریالان لا هم د جنګي ډلو تر فشار لاندي دي او کاري چاپیریال يي خورا سخت دی .
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندي هم د هېواد په مختلفو سیمو کې د بریدونو، چاودنو او جنګي ډلو له لوري ځيني خبریالان وژل شوي او ډېری نور یي بیا وهل شوي ، ټکول شوي او ټپیان شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA