د ایران جمهور رییس له ټرمپ غوښتنه کړې چې جګړه غوښتونکي کسان له ځان لېرې کړي.
د ایران جمهور ییس د امریکا د ملي امنیت د رییس جان بولټن د لېرې کېدو په غبرګون کې ویلي چې ډونالډ ټرمپ دې هغه کسان له ځان لېرې کړي چې د هېوادونو تر منځ د جګړې غوښتونکي دي.
ښاغلي روحاني بیاځلې ټینګار کړی چې تر هغه به له امریکا سره خبرې ونه کړي، ترڅو دغه هېواد پر ایران بندیزونه نه وي لېرې کړي.
بلخوا ټرمپ تېره ورځ وویل، د ایران بندیزونه به هغه وخت لېرې شي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ نوې خبرې پیل شي او د ایران حکومت د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي.