slideshow

82
۲۱ وږی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

په فاریاب کې د طالبانو د سرې قطعې غړي ووژل شول

طالبان تصویر: کلید

په فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قومندان او ولسوال ووژل شول.
د فاریاب سیمه ییز چارواکي وایي، د هوایي بریدونو په پایله کې د طالبانو نومول شوی ولسوال داملا سرور او د یادې ډلې نظامي مسول ملا قطب الدین وژل شوي دي.
د فاریاب د والي ویاند جاوید بیدار کلید ته وویل، چې تېره ورځ مازدیګر مهال د طالبانو نومول شوی ولسوال او د یادې ډلې د سرقطعې قومندان له درېیو نورو طالبانو سره د المار ولسوالۍ د میرشادي په کلي کې د هوایي برید په پایله کې ووژل شول.
ښاغلی بیدار زیاتوي، چې تېره ورځ په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته کې هم درې وسله وال طالبان ووژل شول او یو بل ټپي شو.
ویل کېږي چې په دغه برید کې یو افغان سرتیر هم وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *