ads

سعودي حکومت یو شیعه دیني عالم په ۱۲ کاله بند محکوم کړ

په سعودي عربستان کې یو شیعه دیني عالم په ۱۲ کاله بند محکوم شو. له سعودي عربستان څخه راپورنه وایي، د دغه هېواد واکمن نظام یو دیني شیعه عالم محمد حبیب په ۱۲ کاله بند محکوم کړ. د راپورونو له مخې دغه دین عالم تر پنځو کلونو پورې له هر ډول سفر څخه هم منع […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 وږی 1398
سعودي حکومت یو شیعه دیني عالم په ۱۲ کاله بند محکوم کړ
محمد حبیب

په سعودي عربستان کې یو شیعه دیني عالم په ۱۲ کاله بند محکوم شو.
له سعودي عربستان څخه راپورنه وایي، د دغه هېواد واکمن نظام یو دیني شیعه عالم محمد حبیب په ۱۲ کاله بند محکوم کړ.
د راپورونو له مخې دغه دین عالم تر پنځو کلونو پورې له هر ډول سفر څخه هم منع شوی دی.
د نوموړي د نیول کېدو لامل بشپړ روښانه دی، خو دومره ویل شوي چې د فکري دریځ پر اساس نیول شوی دی.
داسې ویل کېږي چې محمد حبیب نمر باقر ته نېږدې کس و.
شیخ نمر باقر څلور کاله وړاندې د سعودي د حکومت له خوا د ترهګرۍ په تور ووژل شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA