slideshow

۲۱ وږی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

د بشري حقونو سازمان په افغانستان کې پر ملکي مرګ ژوبلې اندېښمن دی

د ملکي مرګ ژوبلې ډېرېدل

د بشري حقونو سازمان په افغانستان پر ملکي مرګ ژوبلې اندېښمن دی.
د افغانستان د بشري حقونو سازمان د بهرنیو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ بولي او د جمهوري ریاست پر نوماندانو نیوکه کوي چې ولې د دغې مرګ ژوبله په تړاو څه نه وایي.
د یاد سازمان مشر لعل ګل لعل څرګندوي چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې او دا مسله د اندېښنې وړ ده.
د بشري حقونو سازمان پر داسې مهال د ملکي مرګ ژوبله په اړه اندېښنه څرګندوي چې د دوشنبې په ورځ د میدان وردک ولایت د سیداباد ولسوالۍ په تنګي سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې اووه ملکي وګړي ووژل شول.
تر دې څو ورځې وړاندې په جلال اباد ښار کې هم د صفر دوه قطعې په شپنیو عملیاتو کې د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل شول، چې ویل کېږي څلور واړه وروڼه وو.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *