نامعلومو وسله والو نن سهار په جلال اباد ښار کې د ملي امنیت یو لوړپوړی غړی په ډزو وواژه.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند مبارز اتل کلید ته وویل، نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۴۰ دقیقې د جلال اباد ښار د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې د ملي امنیت کارمند نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی دی او برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
په دې وروستیو کې جلال اباد ښار کې هدفي وژنو زور اخیستی، چې له کبله یې د یاد ښار اوسیدونکي اندیښمن دي او له امنیتي چارواکو په دې برخه کې دجدي اقداماتو غوښتنه کوي.
تر اوسه د دغه برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.