په ارزګان کې د عدلي رياست د کارکوونکو په خپلمنځي وسله واله نښته کې د دغه رياست د ریيس په ګډون ۳ کسان ټپيان شوي دي.
د ارزګان روغتيايي مسولين وايي، په دغه ولايت کې د چهار شنبې په ورځ د عدليې رياست اړوند د حقوقو په امريت کې د ریاست پر سر نوي او پخواني رییس تر منځ په وسله والو نښته کې نوی معرفي شوی رییس احمد خان ټپي شوی دی.
د عامې روغتيا رياست ریيس خان اغا مياخېل وايي، د عدلي رياست د ریيس او د حقوقو د امر روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دي، خو د ياد رياست د يو کارکوونکي روغتيايي حالت د اندېښني وړ دی.
په ورته مهال د ارزګان د لومړی حوزې امر دویم څارن حاجي نظر د پېښي په سيمه کې له رسنيو سره د خبرو پرمهال وويل، چې نښته د ياد رياست د کارکوونکو ترمنځ شوې او په خبره يې چې دوی به د پېښي د ښه پلټنې په هدف څېړنې پیل کړي.
د نوموړی په خبره د پيښي له سيمي څخه يو تورن کس په تېښته بريالی شوی دی.
تر دي وړاندي په دغه ولايت کې د ښار منځ کې د امنيتي سرتيرو ترمنځ هم وسله واله نښته شوي وه، چې مرګ ژوبله یې درلوده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ