ads

پر راتلونکو ټاکنو د خلکو بې باوریو او شته ستونزو ته کتنه

کلید د ټاکنو په اړه د څلورو لویو ولایتونو کندهار، هرات، ننګرهار او بلخ حالت ارزولی او له دغو ولایتونو څخه ترلاسه شوي معلومات څرګندوي چې امنیتي ستونزې، د زورواکو لاسووهنې، په ټاکنو کې درغلۍ، د نوماندانو تشې ژمنې او په تېرو ټاکنو کې له ټکنالوژۍ سره د کارکوونکو نابلدي او د بایومیټریک ناسمې بایومیټریک […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 وږی 1398
پر راتلونکو ټاکنو د خلکو بې باوریو او شته ستونزو ته کتنه
ټاکنې

کلید د ټاکنو په اړه د څلورو لویو ولایتونو کندهار، هرات، ننګرهار او بلخ حالت ارزولی او له دغو ولایتونو څخه ترلاسه شوي معلومات څرګندوي چې امنیتي ستونزې، د زورواکو لاسووهنې، په ټاکنو کې درغلۍ، د نوماندانو تشې ژمنې او په تېرو ټاکنو کې له ټکنالوژۍ سره د کارکوونکو نابلدي او د بایومیټریک ناسمې بایومیټریک دستګاوې هغه لویې ستونزې وې چې خلک یې د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو بې باوره کړي او یاد موارد د ټاکنو پر وړاندې لوی خنډونه هم بلل کېږي؛ خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون او امنیتي اداري بیا د دغو ستونزو د له منځه وړلو ډاډ ورکوي.
پر ټاکنو د ناامنۍ اغېزې:
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره د هېواد امنیتي حالت اندېښمن کړی او وایي، چې ناامني به پر ټاکنو ناوړه اغېز وکړي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات کلید ته وویل، د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو لپاره په ۵۳۷۳ مرکزونو کې نوم لیکنه شوې، چې له دې ډلې شاوخوا ۱۳۰۰ مرکزونه له امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
نوموړی وایي، د دغو مرکزونو په اړه د امنیتي ادارو ارزونې روانې دي، چې د څومره مرکزونو امنیت خودي کولای شي، خو په وینا یې چې ۴۰۰ سوه مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي: ( د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو کې به موږ۵۳۷۳ مرکزونه ولرو، چې ۲۹۵۸۶ د رایو ورکولو محلونه کېږي، اوس د امنیتي ادارو ارزونه دوام لري او له یادې ارزونې به معلومه شي، چې دوی د څومره مرکزونو امنیت خوندي کولای شي.
ځکه امنیتي بنسټونه وایي، چې ۴۰۰ مرکزونه تر ستر امنیتي ګواښ لاندې دي او ۹۰۰ سوه نور مرکزونه هم له امنیتي ګواښ سره مخ دي).
په ورته وخت کې د هرات ولایت د ټاکنو د کمېسیون مسوولین هم په دغه ولایت کې د امنیتي ستونزو په اړه اندېښنه لري، خو امنیتي چارواکي بیا د ټاکنو لپاره د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي او وایي، په هغو سیمو کې چې امنیتي ګواښونه لوړ دي، عملیات کوي او د ټاکنو تر ورځې پورې به په ډېری ناامنه سیمو کې امنیت ټینګ شي.
د هرات د ټاکنو د کمېسیون ريیس محمد داوود صدیق زاده وایي، په دغه ولایت کې په ۳۰۰ سوو مرکزونو کې دوه پړاوه نوم لیکنه شوې او په خبره یې، دوی هم د یادو مرکزونو لپاره چمتوالی لري.
د نوموړي په خبره، له دغو مرکزونو څخه له ۷۰ تر ۸۰ پورې د رایې اچونې مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي، خو په وینا یې، چې امنیتي چارواکو ورته د دغو مرکزونو د امنیت د تینګښت ډاډ ورکړی دی: (په لېرې پرتو ولسوالیو کې به خامخا امنیتی ستونزې وي، خو د هرات په کچه مو په ۳۰۰ سوو مرکزونو کې دوه پړاوه نوم لیکنه کړې ده او موږ د دغو ۳۰۰ سوو مرکزونو لپاره چمتوالی لرو، چې پکې ټاکنې ترسره کړو؛ خو دا چې د ټاکنو په ورځ به بیا ځینې مرکزونه د امنیتي ګواښونو له کبله وتړل شي او یا به جګړه نه وي، هغه بېله خبره ده. دا ویلی شو چې له اویا تر اتیا مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دی، خو امنیتي مسوولینو موږ ته ډاډ راکړی، چې امنیت به یې نیسي او دغه مرکزونه په لېرې پرتو سیمو کې دي).
په همدې حال کې د هرات امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وایي، د هرات ولایت په اتو ولسوالیو کې امنیتي ستونزې ډېرې دي، خو دوی هڅه کوي چې د ټاکنو تر ورځې دغه ستونزې حل کړي.
امرخېل زیاتوي، په هرات کې څو کاله وړاندې ۴۶۲ مرکزونه وو، خو له دې څخه د ولسي جرګې د ټاکنو او جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره په ۳۰۰ سوو مرکزونو کې نوم لیکنه وشوه، چې له یادو درې سوو مرکزونو ۷۱ مرکزه یې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.
امرخېل دا احتمال هم نه ردوي چې له دغو ۷۰ مرکزونو به د ټاکنو په ورځ هم یو شمېر تړلي پاتې شي: (زموږ ۷۱ مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي، خو تر خپله وسه هڅه کوو چې په دغو سیمو کې عملیات وکړو او امنیت یې ټینګ کړو. دغه مرکزونه د زیرکوه، شینډنډ، کشک کهنه، فارسي او ګلران ولسوالیو کې امنیتي ګواښونه لوړ دي او دا احتمال هم شته چې ګواښونه نور هم لوړ شي او یو شمېر مرکزونه تړلي پاتې شي او یا هم هېڅ جګړه ونه شي).
په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد له کلید سره په خبرو کې وویل، د هرات په دوه ولسوالیو کې له سره ټاکنې نه کېږي او نه هم هلته نوم لیکنه شوې او په پنځو نورو ولسوالیو کې هم امنیتي ستونزې شته، خو سیمه ییزه اداره ورته پوره چمتوالی لري.
فرهاد زیاتوي، له هغو ۳۰۰ سوو مرکزونو څخه چې دوه پړاوه نوم لیکنه پکې شوې، دا احتمال شته چې تر ۱۵ مرکزونه پکې د یو لړ امنیتي ستونزو له کبله تړلي پاتې شي: ( په دوو ولسوالیو کې خو نوم لیکنه نه ده شوې او هلته ټاکنې هم نه کېږي، هغه ولسوالۍ یوه زیرکوه او بله پشت کوه ده، د دې ترڅنګ د پنځو نورو ولسوالیو په لرې پرتو سیمو کې هم ستونزې شته، خو د یادو ولسوالیو په مرکزونو کې بیا د ټاکنو لپاره چمتوالی نیول شوی دی او پردې سربېره له ۱۰ تر ۱۵ پورې نور مرکزونه هم له امنیتي ګواښونو سره مخ دي او شاید تړلي پاتې شي، خو د هغه په اړه به هم یو پلان ونیسو).
په ورته وخت کې په هرات کې د رڼو ټاکنو د بنسټ یا ټیفا مشر احمد احمدیار وایي، د امنیتي ستونزو له کبله خلک زړه نه ښه کوي، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي. نوموړی وایي، درېیو ولسوالیو ته د امنیتي ګواښونو له کبله د تقویتي نوم لیکنې کارکوونکي له سره ولاړل نه.
احمدیار زیاتوي، له یوې خوا په هرات کې د خلکو د نوم لیکنې کچه ټیټه وه او له بلې خوا بیا د هغه کسانو چې نوم لیکنه یې کړې پنځوس سلنه یې د امنیتي ګواښونو له کبله په ټاکنو کې ګډون نه کوي، چې دا چاره په یاد ولایت کې د ټاکنو مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راوستلای شي: ( هغه څه چې د تقویتي نوم لیکنې پرمهال کمیسیون هم وویل، چې دوی درېیو ولسوالیو ته آن د نوم لیکنې کارکوونکي ونه لیږل د امنیتي ستونزو له کبله او خلک هم د دغو ستونزو له کبله په ټاکنو کې ګډون ته زړه نه ښه کوي.
له یوې خوا د هغو خلکو شمېر کم دی چې نوم لیکنه یې کړې او له بلې خوا بیا ۵۰ فیصده خلک په ټاکنو کې د امنیتي ګواښونو له کبله ګډون نه کوي. دا نو بیا د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي).
خو په همدې حال کې د هرات د ولایتي شورا مشر کامران علیزایي وایي، د هرات په ډېرو ولسوالیو کې امنیتي ستونزې شته او خلک به د امنیتي ستونزو له کبله په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.
علیزایي، حکومت ته سپارښتنه کوي، چې که غواړي رڼې او سراسري ټاکنې ترسره کړي، نو په ولسوالیو کې دې امنیت ټینګ کړي، ترڅو خلک په ډاډه زړه په ټاکنو کې ګډون وکړي: ( په ډېرو ولسوالیو کې که غواړئ چې خلک په ډاډه زړه رایه وکرړي او په ټاکنو کې ګډون وکړي، نو خلک دا کار نه شي کولای. که حکومت غواړي چې رڼې او سراسري ټاکنې ترسره کړي، نو باید په ولسوالیو کې امنیت ټینګ کړي. په ډېرو ولسوالیو کې دا شونې نه ده چې صندوق کېښودل شي او ټاکنې ترسره شي. ما له جمهور ريیس سره هم دا ستونزې شریکې کړې، چې که په ولسوالیو کې امنیت ټینګ نه شي، نو په یو شمېر ولسوالیو کې خلک د امنیتي ستونزو له کبله په ټاکنو کې ګډون نه کوي).
بلخوا د هرات یو تن مدني فعال سید اشرف سادات وایي، دا ځل هراتیان ډېرې اندېښنې لري او په دغه ولایت کې امنیتي ساحه هم ډېره محدوده شوې ده. د هغه په خبره، کېدایشي د هرات په مرکز او یوه یا دوه ولسوالیو کې سمې ټاکنې وشي، خو په ټولو ولسوالیو کې ناشونې ده.
( دا ځل په هرات کې خلک ډېر اندېښمن دي او امنیتي جغرافیه تر ډېره وړه شوې ده. که د هرات په مرکز او یو دوو ولسوالیو کې ښې ټاکنې وشي، خو په نورو کې ناشونې دي. که د ټاکنو په ورځ په ولسوالیو کې نسبي امنیت هم وي، خلک ګډون نه کوي. ځکه چې خلک فکر کوي، له ټاکنو وروسته له یادو سیمو امنیتي ځواکونه وځي او بیرته د دولت وسله وال مخالفین راځي، چې بیا هغه وخت د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کېږي).
که څه هم د هرات د امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل د پولیسو د تشکیل او تجهیزاتو له کموالي شکایت کوي، خو بیا هم ټینګار کوي چې په همدې امکاناتو سره هڅه کوي، په یاد ولایت کې له امنیتي پلوه د خلکو ستونزې حل کړي: (د پولیسو دغه تشکیلات هغه وخت سنجول شوي چې د هرات نفوس یو میلیون او دوه سوه زره و، خو اوس د هرات نفوس څلورنیم او یا پنځو میلیونو ته رسېدلی او نېږدې یو میلیون له ګاونډیو ولایتونو څخه کډوال لرو. په تېرو ټاکنو کې هم د تشکیلاتو ستونزې وې او هم د تجهیزاتو. هرات یو لېرې ولایت دی او اکمالات یې ستونزمن دي، خو بیا هم هڅه کوو په همدغو امکاناتو د هرات امنیت ټینګ کړو).
همدارنګه د کندهار د امنیه قوماندانۍ چارواکي هم وایي، د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو کې به په کندهار کې د رایې اچونې ۲۵ فیصده هغه مرکزونه تړلي پاتې شي، چې د ټاکنو لپاره د امنیتي ستونزو له کبله پکې نوم لیکنه نه ده شوې.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر رحمت الله اطرافي وایي، د نوم لیکنې پرمهال د یادو مرکزونو په سیمو کې امنیتي ګواښونه لوړ وو، نو ځکه نوم لیکنه ونه شوه، خو اوس یې په ډېری سیمو کې امنیت هم ټینګ شوی دی؛ خو له دې کبله چې نوم لیکنه نه ده پکې شوې، نو هلته به ټاکنې هم نه کېږي.
اطرافي وایي، دغه تړلي مرکزونه د کندهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې دي او داسې کومه ولسوالي نه شته چې په بشپړه توګه له ټاکنو محرومه وي: (( په ټول کندهار کې ۲۲۵ مرکزونه دي، ۱۶۸ مرکزونه فعال دي او ۵۷ هغه مرکزونه دي چې هلته د امنیتي ګواښونو له کبله نوم لیکنه نه ده شوې.
په نورو سیمو کې موږ له امنیتي پلوه هېڅ ډول ستونزه نه لرو، امنیتي ځواکونه پیاوړي دي، دا یوه ملي مسله ده او ټول امنیتي ځواکونه چمتو دي چې د دغې ملي پروسې امنیت ټینګ کړي)).
اطرافي زیاتوي، (( دا په معروف او ځینو نورو ولسوالیو کې یو شمېر سیمې دي چې پکې نوم لیکنه نه ده شوې او ټوله ولسوالي له ټاکنو نه ده پاتې، خو بیا هم موږ عملیات کړي او اوس ډېرې نورې سیمې هم امن شوې او د ټاکنو تروخته زموږ عملیات دوام لري، ترڅو خلک په ټاکنو کې په ډاډ سره ګډون وکړي)).
په همدې حال کې د کندهار د ولایت مقام هم ډاډ ورکوي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره پوره چمتوالی نیول شوی دی او ټول هغه کارونه، چې د ټاکنو لپاره یې اړتیا وه، ترسره شوي دي.
د کندهار د والي ویاند بهیراحمد احمدي وایي، په کندهار کې رڼو او عادلانه ټاکنو ته پوره زمینه برابره شوې ده: (( د کندهار د نظامي شورا په مشرۍ، چې د والي له خوا رهبري کېږي، رڼو او عادلانه ټاکنو ته چمتوالی نیول شوی او د کندهار ټول ولسونه باید په ډاډ سره په ټاکنو کې ګډون وکړي)).
د کندهار د والي ویاند بهیراحمد احمدي په همدې حال کې وایي، په کندهار کې د لوړ او منځني ګواښ سیمې په ګوته شوې دي. هغه زیاتوي چې ډېری سرحدي سیمې له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
احمدي د کومې مشخصې ولسوالۍ یا سیمې نوم نه اخلي، چې هلته امنیتي ګواښونه لوړ دي، خو وایي د دولت وسله وال مخالفین هڅه کوي چې په ټول کندهار کې ستونزې جوړې کړي، خو دوی به یې مخه نیسي: ((د لوړ او منځني ګواښ سیمې په ګوته شوې او تر ډېره سرحدي سیمې لوړ ګواښونه لري. دښمن هڅه کوي چې په ټول کندهار کې امنیتي ستونزې رامنځته کړي، خو امنیتي ځواکونه چمتو دي چې مخه یې ونیسي)).
په ورته وخت کې د کندهار د ټاکنو د کمېسیون چارواکي هم ټاکنو ته د چمتوالي خبرورکوي.
د دغه کمېسیون رییس ایمل عبدالله که څه هم په کندهار کې د رایې اچونې د مرکزونو د شمېر او هغو مرکزونو چې له ګواښ سره مخ دي، په اړه څه نه وایي، خو وایي، یو لړ امنیتي ستونزې شته او د کندهار ولایتي اداره چمتو ده چې دغه ستونزې حل کړي: ((د مرکزونو په اړه به پوره معلومات درنه کړی شم. مرکزونه د تېرو ټاکنو په پرتله په خپل حال دي، خو یوازې په محلونو کې زیاتوالی راغلی او په محلونو کې د رایې ورکوونکو شمېر راکم شوی دی، ترڅو هغه یو لړ ستونزې چې په تېرو ټاکنو کې وې، هغه حل شي. د امنیت په اړه درته ویلی شم چې یو لړ امنیتي ګواښونه شته، خو د حل لپاره به یې خپلې هڅې وکړو)).
په همدې حال کې په کندهار کې د افغانستان د ازادو اوعادلانه ټاکنو د بنسټ یا فیفا مسوول عزت الله اریال وایي، د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې به د ناامنیو له کبله یوازې په نامه ټاکنې وشي، چې د ولسوالۍ په مرکز کې به یو یا دوه مرکزونه وي او نوره ټوله ولسوالي به محرومه وي؛ چې دې ته موږ ټاکنې نه شو ویلای: (( یوه ولسوالي به یو یا دوه مرکزه ولري او بله به یو یا دوه محله ولري، خو دې ته ټاکنې نه شو ویلای، د کندهار له اوولسو ولسوالیو څخه به په لسو یا دولسو ولسوالیو کې ټاکنې ډېر پوښښ ولري، خو په پاتې ولسوالیو کې به یوازې په نامه ټاکنې وي)).
په همدې حال کې د بلخ د ټاکنو کمېسیون مسوولین وایي، په تېرو ټاکنو کې دوی له ۵۰ په ډېرو مرکزونو کې د ټاکنو پر ترسره کېدو ونه توانېدل، خو اوس دغه شمېر نور هم لوړ شوی دی.
د یاد کمېسیون د بهرنیو اړیکو مسوول «اجمل احدي» کلید ته وویل، په بلخ کې ټولټال ۳۱۵ مرکزونه وو، خو د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له ۵۰ ډېر یې غیرفعال وو: ( د بلخ په ۱۴ ولسوالیو او مرکز مزارشریف کې ۳۱۵ مرکزونه دي، خو تېر کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې په ۲۸۴ مرکزونو کې نوم لیکنه او په ۲۵۴ مرکزونو کې ټاکنې وشوې. موږ ونه شوای کولای چې له ۵۰ په ډېر مرکزونو کې ټاکنې وکړو، خو هغه ارزونه چې په دې وروستیو کې د امنیتي ادارو له خوا شوې، دغه شمېرې نورې هم لوړې شوې دي).
په همدې حال کې د بلخ د ولایتي شورا مشر محمد افضل حدید وایي، په دغه ولایت کې د امنیتي ستونزو له کبله د رایې اچوونکو شمېر به په راتلونکو ټاکنو کې ۵۰ فیصده کم وي: (زه کولای شم په زغرده ووایم چې په بلخ کې د خلکو رایې ۵۰ فیصده کمې شوې او علت یې هم د بلخ په جغرافیه کې د امنیتي ستونزو ډېریدل دی، خو هغه هم که ټاکنې وشي).
په ورته وخت کې په بلخ کې د فیفا مسوول محمدعظیم عظیمي وایي، په دې وروستیو کې په شمالي ولایتونو کې د ناامنیو کچه لوړه شوې ده او امکان لري چې په ډېری ولسوالیو کې له سره ټاکنې ونه شي: ( اندېښنې ډېری دي، تاسو پوهېږئ چې په دې وروستیو کې په شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه په بلخ کې امنیتي ستونزې ډېری شوې او امکان لري چې د بلخ په ډېری ولسوالیو کې له سره ټاکنې ونه شي).
ورته مهال د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل هم وایي، د بلخ په څو ولسوالیو لکه چمتال، چهاربولک، دولت آباد او زارع کې د امنیتي ګواښونو کچه لوړه ده.
نوموړی وایي، په بلخ کې به د رایو اچونو له ټولو مرکزونو څخه په درېیمه برخه مرکزونو کې د امنیتي ګواښونو له کبله ټاکنې ونه شي: (دا شمېرې داسې دي چې موږ ته هم د منلو وړ نه دي، ځکه پخوا موږ له ۳۰۰ په ډېرو مرکزونو کې ټاکنې کړې وې، خو اوس د امنیتي ګواښونو له کبله له درېیو برخو څخه یوه یې تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې ده. دا په خپله دا معنا لري چې هلته ټاکنې نه کېږي).
بلخوا په ننګرهار کې د ټاکنو ولایتي کمېسیون وایی، پخوا په دغه ولایت کې ۵۰۷ مرکزونه وو، خو له یادو مرکزونو څخه په ۳۹۴ مرکزونو کې یې نوم لیکنه شوې ده.
د دغه کمېسیون د عامه اړیکو مسوول روح الله مومند کلید ته وویل، دوی له امنیتي ادارو سره پوره همغږي لري او هغوی ورته ډاډ ورکړی، چې د دغه ۳۹۴ مرکزونو، چې نوم لیکنه پکې شوې، امنیت خوندي کولای شي: (پخوا په ننګرهار کې ۵۰۷ مرکزونه وو، چې ۶۱ یې له امنیتي ګواښ سره مخ وو، خو اوس په ۳۹۴ مرکزونو کې نوم لیکنه شوې او په کومو مرکزونو کې چې نوم لیکنه شوې وي، په همغه کې ټاکنې هم کېږي او له امنیتي ادارو سره موږ وخت پر وخت ناستې لرو او هغوی موږ ته ډاډ راکړي، چې د یادو مرکزونو امنیت به خون دي کوي).
خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی بیا په ننګرهار کې د فعالو مرکزونو شمېر ۳۷۷ یادوي او وایي، چې د امنیتي ستونزو له کبله به یوازې په حصارک او شېرزادو ولسوالیو کې ټاکنې په محدودو سیمو کې وشي: (سږ کال به د ننګرهار ولایت په شاوخوا ۳۷۷ مرکزونو کې ټاکنې وشي او ټاکنې په ټولو ولسوالیو کې کېږي، خو یوازې د حصارک او شیرزادو په ولسوالیو کې به د نورو ولسوالیو په څېر مرکزونه نه وي او په محدودو سیمو کې به یې ټاکنې وشي).
په ننګرهار کې د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مسوول اسدالله لاروی په ټاکنو کې د خلکو ګډون ته اندېښمن دی او وایي، چې نه پوهېږي په ټاکنو کې د درغلیو او ناامنۍ له کبله به خلک د رایو اچولو لپاره مرکزونو ته ولاړ شي او کنه؟:( زه د ننګرهار له ولایتي ادارې او ټاکنو له کمېسیون څخه غواړم چې د ننګرهار په کچه په ټولو هغو مرکزونو کې، چې نوم لیکنه پکې شوې ده، خلکو ته له امنیتي او تخنیکي پلوه د دې زمینه برابره کړي چې خلک په ټاکنو کې ګډون وکولای شي).
په ورته وخت کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی سهراب قادري هم وایي، د ننګرهار په ډېری سیمو کې امنیت نه شته او خلک به آن په مرکز جلال آباد کې په ټاکنو کې د ګډون زړه ښه نه کړي: (همدا اوس د ننګرهار ۶۰ یا ۷۰ سلنه خاوره د مخالفین تر ولکې لاندې ده او خلک څنګه وکولای شي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي. په تېرو ټاکنو کې په شېرزادو ولسوالۍ کې دوه رایې کارول شوې وې، تاسو ته به په یاد وي چې د خپلواکۍ ورځې د نمانځلو پرمهال څومره چاودنې وشوې او آن په ښار کې هم خلک وېره لري او په ټاکنو کې به یې ګډون کمرنګه وي).
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند مبارز اتل پرته له دې چې د هغو ولسوالیو او یا مرکزونو په تړاو چې تر لوړ امنیتي ګواښ لادې دي، شمېرې ورکړي، وایې امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه چمتو دي چې په ننګرهار کې د ټاکنو د بېلابېلو پړاونو امنیت خوندي کړي: (موږ به خپل شته تشکیل په ټولو سیمو ووېشو او هڅه کوو چې د ټولو مرکزونو امنیت خوندي کړو. امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه چمتو دي او خلکو ته ډاډ ورکوو چې د ټاکنو په ورځ راووځي او د خپلې راتلونکې لپاره خپل مشر وټاکي).
په ټاکنو کې د خلکو ګډون:
د هرات ولایت اوسېدونکي او مسوولین په ټاکنو کې د خلکو د ګډون په اړه اندېښنه لري او وایي، چې هراتیان د ناامنۍ او په تېرو ټاکنو کې د پراخو درغلیو له کبله پر ټاکنو بې باوره شوي دي.
د هرات د والي ویاند غلام جیلاني فرهاد وایي، په تېرو شاوخوا څوارلسو کلونو کې د هرات ولایت په کچه د رایې اچونې ۲۰۰ مرکزونه د امنیتي او ټولنیزو ستونزو له کبله راکم شوي دي.
هغه وایي، په ۲۰۰۴ کال کې په هرات کې ۵۰۰ مرکزه وو، خو اوس دغه شمېر ۳۰۰ ته را ټیټ شوی چې کېدای شي له دې څخه هم د ناامنۍ له کبله له لسو ترپنځلسو تړلي پاتې شي: ( په ۲۰۰۴ م کال کې په هرات کې نېږدې ۵۰۰ د رایې اچونې مرکزونه وو، خو دغه شمېرې بدل شوې او د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې ۳۰۰ مرکزونه وو، خو له ۱۰ تر ۱۵ مرکزونه چې ستونزې لري، هڅه کوو دا هم حل کړو. دا چې د مرکزونو شمېر راکم شوی، علت یې یوازې ناامني نه ده، بلکې د ناامنۍ ترڅنګ ټولنیزې ستونزې لکه وچکالي، بیکاري، بیوزلي او کډوالي هم ورسره تړلي دي).
په داسې حال کې چې ویل کېږي اوسمهال د هرات نفوس د څلورو او پنځو میلیونو ترمنځ دی، خو د ټاکنو ولایتي کمېسیون وایي، په دغه ولایت کې له ۵۰۰ زره څخه تر ۸۰ زره پورې رایو ورکوونکو نوم لیکنه کړې ده.
د هرات ولایت د ټاکنو د ولایتي کمېسیون مشر محمدداوود صدیق زاد په ټاکنو کې د خلکو ګډون د ټاکنو د ورځې په شرایطو پورې تړلی بولي، خو ټینګار کوي چې خلک باید په ټاکنو کې ګډون وکړي: (د هرات ولایت د اوسېدونکو د نوم لیکنې شمېرې له کابل پرته نور تر ډېرو ولایتونو ښې دي. د نوم لیکنې په لومړي پړاو کې شاوخوا ۵۵۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې وه او د نوم لیکنې په تقویتي بهیر کې بیا له ۳۰ زره ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده. په ټاکنو کې د خلکو ګډون د ټاکنو د ورځې په شرایطو پورې اړه لري، خو خلک باید ګډون وکړي. په تېرو ټاکنو کې له ۵۵۰ زرو کسانو څخه ۳۵۰ زره کسانو ګډون کړی و).
بلخوا د هرات د ولایتي شورا مشر کامران علیزایي وایي، په تېرو ټاکنو کې درغلیو او اوس امنیتي ستونزو خلک په ټاکنو بې باوره کړي او دا به په ټاکنو کې د خلکو د ګډون د کچې د ټیټوالي لوی لاملونه وي: ( په تېرو ټاکنو کې درغلۍ پر ټاکنو د خلکو د بې باورۍ لامل شوې او د خلکو غوښتنې او هیلې پوره نه شوې، خو له دې هم سخته خبره دا ده چې، په یو شمېر سیمو او ولسوالیو کې خلک د امنیتي ګواښونو له کبله نه شي کولای، په ټاکنو کې ګډون وکړي. دا د دوی حق دی چې رایه او نظر ورکړي، خو په یو شمېر ولسوالیو کې د خلکو ګډون ستونزمن دی).
په هرات کې د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ یا ټیفا مسوولین وایي، په دغه ولایت کې تقویتي نوم لیکنه کمرنګه وه او لامل یې تر ډېره د ولایتي کمېسیون نیمګړتیاوې وې.
د دغه بنسټ ولایتي مشر احمد احمدیار وایي، په هرات کې د تقویتي نوم لیکنې داسې هرکلی ونه شو، لکه څنګه چې باید شوی وی او علت یې هم د خلکو ناخبري او د کمېسیون له خوا د عامه پوهاوي د پروګرامونو نشت و: (له بده مرغه د تقویتي نوم لیکنې ښه هرکلی ونه شو او دا څرګندوي چې ستونزې وې. خلک د دغه بهیر د پیل او پای له نېټو خبر نه وو، د ځایونو په اړه یې معلومات نه درلودل او ځینې ځایونو یا مرکزونو ته بیا د خلکو د ورتګ اجازه نه وه).
خو د هرات د ټاکنو کمېسیون مسوولین وایي، چې دوی د لسګونو رسنیو او لسګونو مبلغینو په واسطه د عامه پوهاوي پراخ پروګرامونه په لاره اچولي، چې لاهم روان دي.
د هرات ولایت یو مدني فعال سید اشرف سادات وایي، خلک په تېرو ټاکنو کې د درغلیو او د ټاکنو د نامعلوم برخلیک له کبله په دغه بهیر باندې بې باوره شوي دي: (د هرات د خلکو همیشنۍ اندېښنې دا دي چې وایي، ټاکنې عادلانه نه ترسره کېږي او اوس خو دا هم وایي، چې ټاکنې ترسره کېږي او کنه، دوی فکر کوي چې ټاکنې به وشي او که سوله؟ چې دغه حالت خلک اندېښمن کړي دي).
بلخوا که څه هم د کندهار ولایتي اداره او امنیتي چارواکي خلکو ته د امنیت د ټینګښت او رڼو ټاکنو د ترسره کېدو ډاډ ورکوي، خو د کندهار د ولایتي شورا ځینې غړي او مدني فعالین وايي، چې په راتلونکو ټاکنو کې به د خلکو ګډون کمرنګه وي.
د کندهار د ولایتي شورا غړی محمدیوسف یونسي وایي، خلک د ناامنۍ او په ټاکنو کې د درغلیو له کبله په دغه بهیر کې ګډون ته زړه نه ښه کوي او که پکې ګډون هم وکړي، نو د خلکو ګډون به ډېر کمرنګه وي: (( لوی کندهار اویا سلنه سقوط دی او خلک زړه نه ښه کوي چې په دې حالت کې په ټاکنو کې ګډون وکړي. خلک دا هم وایي چې دا انتخابات نه، انتصابات دي او رایې ته یې څوک ارزښت نه ورکوي، نو ولې د ځان لپاره ستونزې جوړوي او بیا به یو جان کیري حکومت جوړ کړي)).
له دې سره پر یو وخت د کندهار د مدني ټولنو د همغږۍ د ډلې مشر حکمت الله صالحي هم وایي، دا ځل به په ټاکنو کې ډېر کم خلک ګډون وکړي او علتونه یې هم په ټاکنو کې درغلۍ، ناامني او د عامه پوهاوي د پروګرامونو نشت یادوي: ((دا ځل به په ټاکنو کې خلک ګډون ونه کړي او که یې وهم وکړي، ډېر به کمرنګه وي او هغوی د افغانستان د ولس استازیتوب نه شي کولای. علتونه یې هم په تېرو ټاکنو کې درغلۍ او جنجالونه، ناامني او د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی دی، چې حکومت باید دغه ستونزې حل کړې وای، خو لاهم یادې ستونزې په خپل ځای پاتې دي)).
د دې تر څنګ په کندهار کې د ټاکنو یو شمېر څارونکي بنسټونه هم د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه کمرنګه بولي او وایي، چې د ټاکنو لپاره خلکو ډیره کمه نوم لیکنه کړې، نو ځکه به په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه هم ټیټه وي.
په کندهار کې د فیفا سیمه ییز مسوول عزت الله اریال وایي، ((د تقویتي نوم لیکنې له پای ته رسیدو یوه اونۍ وړاندې په کندهار کې ۱۵ سوه کسانو نوم لیکنه کړې وه او په تېرو ټاکنو کې هم په ځینو کسانو دولت په زور نوم لیکنه کړې وه، چې د هغوی د امنیتي ستونزو لامل شوې وه او دا ځل هم وخت کم و او هم عامه پوهاوی نه و ، نو ځکه دغو ټولو لاملونو ته په پام دا ځل کمو کسانو نوم لیکنه کړې او په ټاکنو کې به د خلکو د ګډون کچه ټیټه وي)).
خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وایي، د جمهورريیس ریاست د راتلونکو ټاکنو لپاره څه باندې نهه نیم میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې ده.
هغه زیاته وي چې له درې لکه ډېرو کسانو په روان کال کې په تقویتي بهیر کې په ټول هېواد کې په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل نومونه لیکلي دي: (په تویتي نوم لیکنه کې چې له غزني پرته په ۳۳ ولایتونو کې ترسره شوه، (۳۲۹۳۱۲ ) تنو خپل نومونه لیکلي او په غزني کې چې نورماله نوم لیکنه وه او پخوا نه وه ترسره شوې ( ۲۴۴۴۰۹) خپل نومونه ثبت کړل، چې له سره ټولټال ۹ میلیونه، ۶ لکه ۶۵ زره ۷۴۵ تنو نوم لیکنه کړې ده، چې له دې څخه تر شپږ میلیونه ډېر یې نارینه او تر درې میلیونه ډېرې یې ښځې دي).
په ټاکنو کې د دولتي کسانو لاسوهنې:
که څه هم د کندهار سیمه ییز ملکي او نظامي مسوولین په ټاکنو کې د ملکي او نظامي کارکوونکو په بې پلوۍ ټینګار کوي، خو بیا هم په دغه ولایت کې په ټاکنو کې د دولتي چارواکو او مامورینو له لاسوهنو شکایتونه شته دي.
د کندهار د والي ویاند بهیراحمد احمدي وایي، دا یو اصل دی چې دولتي کسان به په ټاکنو کې مداخله نه کوي او دوی دغه اصل ته ژمن دي: ((دا یو اصل دی چې هېڅ ملکي او نظامي کس به په ټاکنو کې لاسووهنه نه کوي. دوی هم دغه اصل ته ژمن دي او په کندهار کې به هېڅ ملکي او نظامي مامورین په ټاکنو او ټاکنیزو کمپاینونو کې لاسوهنې ونه کړي)).
په همدې حال کې د کندهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر رحمت الله اطرافي هم ټینګار کوي، چې که څوک په ټاکنو کې لاسوهنه کوي، نو د قانون منګلو ته به سپارل کېږي: ((دا پروسه نوې نه ده. جمهوري ریاست او د کورنیو چارو وزارت حکم کړی چې هېڅ امنیتي منسوب په ټاکنو کې لاسوهنه نه شي کولای او که څوک دا کار کوي، نو د قانون منګلو ته به سپارل کېږي)).
خو د ولایتي شورا غړی محمدیوسف یونسي وایي، په تېرو ټاکنو کې هم ولایتي چارواکو او مامورینو لاسوهنې وکړې او هغه کسان یې ولسي جرګې ته بریالي کړل چې کمې رایې یې وړې وې: ((والي، قوماندان، ښاروال، مستوفي او داسې نور سیمه ییز چارواکي باید په ټاکنو کې لاسووهنه ونه کړي، خو دلته داسې نه ده. په ټاکنو کې پوره لاسوهنې کوي او داسې کسان یې ولسي جرګې ته بریالي کړل چې کندهار یې دوه ځله نه دی لیدلای، خو د کندهار په استازیتوب ولسي جرګې ته ولاړل. داسې کسان هم وو چې ۱۸۰ رایې یې ۱۸۰۰۰ زره شوې. دا شپږ میاشتې د څه لپاره د ټاکنو پایلې وځنډېدې، کنه په دویمه ورځ یې پایلې معلومې وې)).
په ورته وخت کې په کندهار کې د فیفا مسوول وایي، کمېسیون ډېر کله د څارونکو له څارنې پرته خپلې چارې مخته وړي او په ډېرو کمو هغو مواردو کې چې د دوی په ګټه وي، یو یا دوو څارونکو بنسټونو ته بلنه ورکوي: ((په تېرو ټاکنو کې به کمېسیون په خپل سره صندقونه خلاصول او بندول. یو یا دوو هغه پروګرامونو ته به فیفا یا ټیفا دعوت شوه، چې د کمېسیون په ګټه به وه. یا به دوی د ولس تر نیوکو لاندې راتلل، خو هلته به هم څارونکو ته د ټولې پروسې د څارنې اجازه نه ورکول کېده. بل دا چې په کندهار کې د خامو توکو د ساتنې لپاره خوندي ځای نه شته. صندوقونه به چې راغلل، په میدان کې به پراته وو او هرچا به ورته لاس رسی درلود)).
خو د هرات امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل هم د ټاکنو په ګډون په ټولو ملي بهیرونو کې د زورواکو لاسوهنې هم مني او وایي دوی به یې مخه ونیسي او اجازه به ورنه کړي چې ټاکنې بیا د بحران خواته ولاړې شي: (زورواکي خو په هرشي کې مداخله کوي، په ګومارنو کې، په ټاکنو کې او داسې نورو چارو کې، خو موږ ورسره مبارزه کوو او په هرات کې هم اوس هغه پخواني زورواکي نه دي پاتې او اوس یې ورې ماتې شوې او ځپل شوي دي).
په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم د ناامنۍ ترڅنګ په ولایتونو او مرکز کې په ټاکنو کې د سیمه ییزو زورواکو او د سیمه ییزو ادارو د همکاریو په اړه هم اندېښنه لري.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وایي، په تېرو ټاکنو کې ډېر کله سیمه ییزو زورواکو په ټاکنو کې د ځینو مشخصو اشخاصو په ګټه د لاسوهنو هڅې کړې او د راتلونکو ټاکنو لپاره هم دوی په دې اړه اندېښمن دي: (څو مسایل دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې اندېښمن کړی دی، هغه په هیواد کې لوړ امنیتي ګواښونه دي چې خدای مکړه زموږ کارکوونکو او حساسو او یا غیرحساسو توکو ته زیان ونه رسېږي. ولایتونو ته د موادو د لېږد په برخه کې هم اندېښنې لرو. بل په ټاکنو کې د زورواکو د لاسوهنو په اړه هم اندېښنه لرو او زورواکو پخوا هم داسې هڅې کړې، چې د ځینو کسانو په ګټه په ټاکنو کې لاسوهنې وکړي او د یو شمېر دولتي ادارو د همکارۍ په اړه هم اندېښنه لرو. سره له دې چې ښه همغږي لرو، خو بیا هم چې دوی به خپل مسوولیت په وخت سره ترسره کړي او کنه؟).
د راتلونکو ټاکنو روڼتیا:
ګڼ هېوادوال تېرو ټاکنو ته په اشارې سره د راتلونکو ټاکنو روڼتیا ته اندېښنه لري.
له دې ډلې د هرات ولایت اوسېدونکي د تېرو ټاکنو درغلیو ته په پام سره د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو روڼتیا ته د شک په سترګه ګوري، خو د ټاکنو کمېسیون او ولایتي چارواکي بیا د ټاکنو د روڼتیا ډاډ ورکوي.
د هرات ولایت د ټاکنو د کمېسیون مشر محمدداود صدیقزاده وایي، په تېرو ټاکنو کې د رایو ورکوونکو په لېستونو، بایو میټریک دستګاو او د کارکوونکو په روزنه کې ستونزې وې، خو دا ځل مرکزي کمېسیون ورته ډاډ ورکړی، چې هغه ستونزې به حل کېږي:(په تېرو ټاکنو کې هم د رایو ورکوونکو لېست او هم د بایو میټریک دستګاو ستونزې درلودې او د هغه لپاره وخت هم کم و. خلک هم ورسره بلد نه وو، خو دا ځل مرکزي کمېسیون هغه په وخت رانیولي او د اړتیا وړ سافټویرونه یې پکې ځای پرځای کړي او د کارکوونکو د روزنې لپاره هم کافي وخت لرو).
په ورته وخت کې د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، دا د ولایتي ادارې او مرکزي حکومت ژمنه ده چې دا بهیر په رڼه توګه ترسره شي، ترڅو خلک بیرته په یاد بهیر باور پیدا کړي: (دا زموږ او د مرکزي حکومت، په ځانګړې توګه د جمهورريیس ژمنه ده چې دا بهیر په رڼه توګه ترسره شي، ترڅو د خلکو له لاسه ورکړی باور بیرته ترلاسه شي. موږ مداخله نه کوو خو مرسته کوو، هرڅه ته چې اړتیا وي).
د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې داسې ګامونه اوچت کړي چې د تېرو ستونزو او نیمګړتیاو مخه ونیسي.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وایي، دا ځل بایومیټریک دستګاوې په داسې سافټ ویرونو سمبال شوې چې هېچا ته د دویم ځلي رایې ورکونې اجازه نه ورکوي او د دې ترڅنګ د رایې ورکوونکو لېست هم په دغو دستګاوو کې ځای پرځای شوی دی: (دا ځل په بایومیټریک دستګاوو کې داسې سافت ویر ځای پرځای شوی، چې که څوک دویم ځلي رایه ورکوي، هغه ته مسج ورکوي چې د دغه شخص د ګوتو او سترګو نښان اخیستل شوی. یعنې یو ځل یې رایه ورکړې. د دې ترڅنګ د رایو ورکوونکو لېست هم الکترونیک شوی او په یادو دستګاوو کې ځای پرځای شوی. په هره دستګاه کې د ۴۰۰ تنو لېست شتون لري. که هرڅوک راځي کوډ نمبر یې چې دستګاه ته ورکړل شي، نو ښيي چې یاد کس په کوم مرکز کې نوم لیکنه کړې ده. یعنې دا ځل د تقلب او درغلیو ټولې هغه لارې چارې تړل شوې چې خلک یې شکمن کړي وو او یا یې درغلیو ته زمینه برابره وله).
ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست راتلونکې ټاکنې د را روانې تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي. تر دې وړاندې د دغو ټاکنو د ترسره کېدو او یا ځنډېدو په اړه یو لړ شکونه وو، خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له درېدو وروسته اوس یو ځل بیا د ټاکنو په ترسره کېدو باور رامنځته شوی دی.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA