ads

د تخار درقد ولسوالي هم طالبانو نیوله

د تخار ولایت درقد ولسوالي هم د وسله والو طالبانو له خوا سقوط شوه. د تخار ولایت امنیتي چارواکي وایي، افغان ځواکونو له درقد ولسوالۍ تکتیکي شاتګ کړی. د یاد ولایت د والي ویاند جواد هجري وایي، افغان ځواکونو د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیو له کبله له درقد ولسوالۍ شاتګ کړی او ډېر ژر […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 وږی 1398
د تخار درقد ولسوالي هم طالبانو نیوله

د تخار ولایت درقد ولسوالي هم د وسله والو طالبانو له خوا سقوط شوه.
د تخار ولایت امنیتي چارواکي وایي، افغان ځواکونو له درقد ولسوالۍ تکتیکي شاتګ کړی.
د یاد ولایت د والي ویاند جواد هجري وایي، افغان ځواکونو د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیو له کبله له درقد ولسوالۍ شاتګ کړی او ډېر ژر به د مرستندویه ځواکونو په مرسته دغه ولسوالۍ بیرته له وسله والو طالبانو څخه ونیسي.
ښاغلي هجري دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو هم د درقد ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې.
د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټرپانه لیکلي چې طالبانو د تخار ینګي قلعه او درقد ولسوالۍ نیولې او افغان ځواکونو ته پر درنې مرګ ژوبلې سربېره یو شمېر مهمات هم د دوی لاسته ورغلي دي.
د یادولو وړ ده چې تر اوسه مرکزي حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA