ads

جمهور رییس غني: د صادراتو او وارداتو په برخه کې تعادل رامنځته کولو ته اړتیا ده

افغانستا باید د صادراتو او وارداتو په برخه کې تعادل رامنځته کړي. جمهوررییس محمد اشرف غني چین ته د لومړنۍ صادراتي محمولې د لېږد د نمانځنې په مراسمو کې وویل چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د خوراکي او نورو توکو لېږد ښه پیل دی، خو بسنه نه کوي. ده پخپلو خبرو کې زیاته […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 وږی 1398
جمهور رییس غني: د صادراتو او وارداتو په برخه کې تعادل رامنځته کولو ته اړتیا ده
جمهور رییس غني

افغانستا باید د صادراتو او وارداتو په برخه کې تعادل رامنځته کړي.
جمهوررییس محمد اشرف غني چین ته د لومړنۍ صادراتي محمولې د لېږد د نمانځنې په مراسمو کې وویل چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د خوراکي او نورو توکو لېږد ښه پیل دی، خو بسنه نه کوي.
ده پخپلو خبرو کې زیاته کړه چې د افغانستان د وارداتو او صادراتو په برخه کې باید تعادل رامنځته شي او دغه کار شونی دی.
ښاغلي غني له ګاونډیو هېوادونو سره پر ازاد ټرانزیټ او سوداګرۍ ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې ازاد ټرانزیټ نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولو ګاونډیو هېوادونو په ګټه دی.
له افغانستان څخه چین لومړنۍ صادراتي محموله پر داسې مهال لېږدول کېږي چې د دغه هېواد اقتصاد تر ډېره پر کړهنه ولاړ دی، خو د مناسب بازار د نشت له امله هېوادوال پر حکومت کلکې نیوکې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA