په نایجریا کې ۱۲ کسان د عاشورا د ورځې په مراسمو کې د ډزو له کبله وژل شوي دي.
راپورنه وایي، دغه برید د امنیتي ځواکونو له خوا د عاشورا د ورځې پر مراسمو شوی، چې له کبله یې ۱۲ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د نایجریا اسلامي جنبش د دغه برید په اړه وویل، چې امنیتي ځواکونو په یاد هېواد کې د عاشورا د ورځې په مراسمو کې پر ګډون کوونکو ډزې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د نایجریا پولیسو د دوشنبې په روځ هم سوکوتو ایالات کلابند کړی و.
د یادولو وړ ده چې تر اوسه د نایجریا حکومت د یاد برید په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


