slideshow

۲۰ وږی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

په افغانستان کې د کوکنارو کښت تر پخوا کم شوی

نشه یي توکي، کوکنار

د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه یي توکو سره د مبارزې اداره خبر روکوي چې د تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت کم شوی دی.
د دغې ادارې رییس یوري فیدوتوف پرون د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې وویل چې په دغه هېواد کې د کوکنارو په کښت کې د پخوا په پرتله کموالی راغلی.
د یادې ادارې د شمېرو له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۶۴۰۰ ټنه تاریاک تولید شوي، خو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې دغه شمېر ۹۰۰۰زره ټنه وو.
د فیدوتوف په خبره، د اقلیم بدلون او کمرنګه بازار په دغه هېواد کې د کوکنارو د کمېدو لاملونه دي.
دا په داسې حال کې ده چې لاهم افغانستان په نړۍ کې د تاریاتو ستر تولیدوونکی هېواد دی.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *