slideshow

70
۲۰ وږی ۱۳۹۸
لیکونکی: جعفر فیصل

د سپټمبر له ۱۱مې تر دا مهاله، د افغانستان جګړه لاهم دوام لري

د سپټمبر ۱۱مه تصویر: ټولنیزې رسنۍ

د امريکا په مشرۍ د افغانستان جګړه اتلس کلونو ته رسيږي؛ خو لاهم امريکا نه دی توانېدلی چې دغې جګړې ته د حل لاره پيدا کړي.
د افغانستان اوسنۍ جګړه د۲۰۰۱ میلادی کال د سپټمبر پر۱۱مه پيل شوه. القاعده ډلې د الوتکو پر مټ د امریکا په نیویارک او واشنګټن ښارونو کې پر برجونو برید وکړ. تر دې وروسته امریکا په افغانستان د طالبانو له واکمن رژیم څخه د القاعده ډلې د غړو ورسپارولو غوښتنه وکړه، خو د وخت واکمن رژیم یې له ورسپارلو ډډه وکړه. امریکا یې په غبرګون کې پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې ړنګ کړ.
له همدې ورځې راهيسې د امريکا په مشرۍ ناټو ځواکونه ۱۸ کاله کېږي، چې په افغانستان کې د تروريزم پر وړاندې د مبارزې له شعار سره جګړې کوي؛ خو پوښتنه داده چې دغه جګړه ولې تراوسه پای ته ونه رسېده؟
سياسي شنونکي او د افغانستان له حالاتو باخبرې سرچينې وايي، د افغانستان په قضیه کې تر بهرنیو لاملونو کورني لاملونه ډېر رول لري.
په افغانستان کې د سولې او پراختيا سازمان مشر زمان ګل دهاتي له کليد سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د امريکا په مرسته په افغانستان کې د بن تر کنفرانس وروسته تېر انتقالي دورې له سياسي عدالت سره اړخ نه لګاوه.
نوموړي د حامد کرزي د حکومت ځينو ستراټيژيکو تېروتنو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې کرزي په لوی لاس د سولې فرصتونه له لاسه ورکړل.
په همدې حال کې د طالبانو د رژيم پخواني غړي سيد اکبر آغا کليد ته وويل، امريکا د اشغال په هدف افغانستان ته راغلې؛ خو په تېرو ۱۸ کلونوکې دې پايلې ته رسېدلی چې يوه ورځ به د شوروي اتحاد په څېر له افغانستان څخه په بد نوم ایستل کېږي.
سيد اکبر آغا وويل، امريکا اوس له خپلې وېرې له طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړي دي.
په ورته وخت کې ځينې کارپوهان بيا په تېرو اتلس کلونوکې په افغانستان کې د اوښتي مرګ ژوبلې له کبله تندې نيوکې کوي او وايي چې د افغانستان حکومت بايد پر خپلو پاليسيو يوځل بيا غور وکړي او له طالبانو سره د سولې يوه معقوله لاره وسنجوي.
د کابل پوهنتون استادې منيژې رامذي کليد ته وويل، چې د افغانستان حکومت په تېرو ۱۸ کلونوکې له رامنځته شويو فرصتونو څخه ګټه پورته نه کړه او اوس پکار ده چې پر خپلې روانې تګلارې يوځل بيا غور وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو اتلس کلونوکې په افغانستان کې د روانې جګړې ډېری زيان ملکي وګړو ته اوښتی او د جمهور رییس غني له قوله، د نوموړي په پنځه کلنه دوره کې ۴۵۰۰۰ زره امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *