slideshow

45
۲۰ وږی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

امریکا او ناټو په افغانستان کې نظامي عملیات پراخوي

سکاټ مېلر تصویر: ټولنیزې رسنۍ

ناټو او امریکا تازه ویلي چې دوی به د سولې د ملاتړ تر څنګ په افغانستان کې خپل نظامي عملیات ډېر کړي.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر وایي، دوی د افغان سولې بشپړ ملاتړ کوي، خو د سولې تر څنګ به د ترهګرو ډلو پر وړاندې خپل عملیات ډېر کړي.
ښاغلی مېلر څرګندوي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د دوی عملیات اړین دي او ناټو به په دغه هېواد کې خپلو نظامي عملیاتو ته زور ورکړي.
د افغانستان لپاره د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان همدارنګه ویلي چې دوی د سولې تر راتګ پورې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
ناټو او امریکا پر داسې مهال په افغانستان کې د نظامي عملیاتو ډېرېدو خبر ورکوي چې تر دې یوه ورځ وړاندې د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان هم ګواښ کړی و، چې دوی به په دغه هېواد کې د وسله والو ډلو پر وړاندې خپل نظامي عملیات پراخه کړي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *