slideshow

46
۲۰ وږی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

افغان ځواکونو ۲۲ کسان له ترهګرو سره د تړاو په تور ونیول

له ترهګرو سره د تړاو په تور نیول شوي کسان تصویر: ټولنیزې رسنۍ

په درېیو ولایتونو کې ۲۲ کسان له تروریستي ډلو سره د تړاو په تور ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې تېره شپه د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې په فاریاب، کندهار او میدان وردک ولایتونو کې ۲۲ کسان له تروریستي ډلو سره د تړاو په تور ونیول شول.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، ۱۷کسان په فاریاب، درې کسان د کندهار په دامان ولسوالۍ او دوه نور بیا د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په نیول شوو کسانو کې یو د حقاني شبکې غړی هم شامل دی.
کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال له تروریستي ډلو سره د تړاو په تور د دغو کسانو د نیولو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې په شمال کې امنیتي حالت تر بل هر وخت خراب شوی او وسله وال طالبانو د یو شمېر ولسوالیو په نیول بریالي شوي دي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *