ads

په غزني ښار كې دوو ماين چاودنو درې ملكيان ټپيان كړل

د غزني ښار په مربوطاتو كې نن دوو ماين چاودنو درې ملكي وګړي په سطحي توګه ټپيان كړل. د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، د غزني ښار د لومړۍ امنيتي حوزې د فرخي سړك په ګلدان كې يو ځاى پر ځاى شوى ماين وچاودېد. د هغه په وينا، يو بل ماين د […]

نویسنده: hewadpal
19 وږی 1398
په غزني ښار كې دوو ماين چاودنو درې ملكيان ټپيان كړل

د غزني ښار په مربوطاتو كې نن دوو ماين چاودنو درې ملكي وګړي په سطحي توګه ټپيان كړل.
د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، د غزني ښار د لومړۍ امنيتي حوزې د فرخي سړك په ګلدان كې يو ځاى پر ځاى شوى ماين وچاودېد.
د هغه په وينا، يو بل ماين د ملا مشك علم سړك په ګلدان كې، چې د ياد ښار د دوهمې امنيتي حوزې اړوند دى، چاودلى.
نوري وايي، د دغو پېښو ټپيان تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.
د دې چاودنو مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA