د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به نن شپه د ۲۰۲۲م ميلادي كال نړيوال او د ۲۰۲۳م كال اسيا جامونو ته د لارموندنې په سياليو كې خپله دوهمه لوبه د بنګله دېش د لوبډلې په وړاندې ترسره كړي.
دا لوبه به د افغانستان په كوربه توب د تاجكستان د پايتخت دوشنبې ښار په مركزي لوبغالي كې ترسره شي.
افغان لوبډلې په يادو سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د تېرې جمعې په شپه د قطر د لوبډلې په وړاندې په شپږ – صفر پايلې سره وبايلله.
ياده لوبه په قطر كې ترسره شوه.
افغانستان د فوټبال نړيوال او اسيا جامونو ته د لارموندنې په سياليو كې له قطر، عمان، بنګله دېش او هند سره په E ګروپ كې شامل دى.