يوه نوې څېړنه ښيي، چې په نړۍ كې له ژونده د بېزاره شوو كسانو شمېر زيات دى او په هرو ۴۰ ثانيو كې يو كس ځانوژنه كوي.
د روغتيا نړيوال سازمان پرون وويل، هر كال نېږدې ۸۰۰ زره كسان ځانونه وژني.
دا شمېر د هغو كسانو تر شمېر زيات دى، چې د جګړو او د ملاريا او سينې سرطان په ګډون د ځينو ناروغيو له كبله مري.
د روغتيا نړيوال سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۶ ميلادي کلونو ترمنځ په نړۍ کې ځانوژنه نهه اعشاريه اته فيصده كمه شوې ده.
كورنى تاوتريخوالى، بېوزلي، رواني ناروغۍ او يو شمېر نور د ځانوژنې عمده علتونه دي.


