ads

په ننګرهار كې چاودنې اووه ملكي وګړي ټپيان كړي

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په چمتلې سيمه کې نن سهار شاوخوا اته بجې او ۳۰ دقيقې چاودنه شوې، چې له كبله يې اووه ملكي وګړي ټپيان شوي دي. د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، چاودېدونکي توکي د چمتلې په څلور لارې کې په يوې لاسي کراچۍ کې ځاى […]

نویسنده: hewadpal
19 وږی 1398
په ننګرهار كې چاودنې اووه ملكي وګړي ټپيان كړي

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په چمتلې سيمه کې نن سهار شاوخوا اته بجې او ۳۰ دقيقې چاودنه شوې، چې له كبله يې اووه ملكي وګړي ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، چاودېدونکي توکي د چمتلې په څلور لارې کې په يوې لاسي کراچۍ کې ځاى پر ځاى شوي وو.
د نوموړي په خبره، په ټپيانو کې يو ماشوم هم شامل دى.
خوږياڼي د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
د يادې چاودنې مسووليت تر دا مهاله چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA