ads

په جلال اباد ښار کې چاودنې يو ډاكټر وواژه

د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې د چسپكي ماين چاودنې د يوه ډاكټر په ګډون درېيو تنو ته مرګ ژوبله واړوله. د دې ولايت امنيتي مسوولين وايي، تېر ماښام د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو كې د ډاکټر نوروز شينواري په موټر پورې نښلول شوي ماين چاودنه کړې ده. د […]

نویسنده: hewadpal
19 وږی 1398
په جلال اباد ښار کې چاودنې يو ډاكټر وواژه

د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار كې د چسپكي ماين چاودنې د يوه ډاكټر په ګډون درېيو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دې ولايت امنيتي مسوولين وايي، تېر ماښام د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو كې د ډاکټر نوروز شينواري په موټر پورې نښلول شوي ماين چاودنه کړې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل کليد ته وويل، په ياده چاودنه کې ډاکټر نوروز شينواری وژل شوی او دوه نور كسان ژوبل شوي دي.
د دغې چاودنې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
ډاکټر نوروز شينواری د هډوکو د ناروغيو متخصص او د ننګرهار د خصوصي روغتونونو د ډاكټرانو د اتحاديې مشر و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA