د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، له طالبانو سره د سولې خبرې ختمې شوي او امريكايي پوځ په افغانستان كې د ترهګرو په ضد خپل بريدونه زيات كړي دي.
ده د دوشنبې په مازديګر په سپينه ماڼۍ كې خبريالانو ته وويل، له افغانستانه د امريكايي ځواكونو د وتلو او له طالبانو سره د سولې هوكړې ته د رسېدلو لپاره اوږد مهاله هڅې لغوه شوې دي.
په همدې حال كې ټرمپ ټينګار كوي، چې امريكايي سرتېري به له افغانستانه ووځي، خو په وينا يې، دا كار به په يوه مناسب وخت كې ترسره شي.
تر دې وړاندې د امريكا جمهور رئيس په كابل ښار كې د وروستي موټربم ځانمرګي بريد په غبرګون كې، چې له كبله يې د يوه امريكايي سرتېري په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول، له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې او په كمپ ډېويډ كې يې له طالب مشرانو او جمهور رئيس محمد اشرف غني سره پټې جلا ليدنې، چې ټاكل شوې وه د تېرې يكشنبې په ورځ وشي، لغوه كړې.


