ads

عبدالله د شهيد اونۍ له نمانځونكو سره د ځانګړو ځواكونو پر چلند نيوكه وكړه

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د شهيد اونۍ له نمانځونكو سره د ځانګړو ځواكونو پر چلند په نيوكې سره وايي، امنيتي مسوولين بايد په جدي توګه دې مسئلې ته پاملرنه وكړي. هغه نن په كابل كې د عاشورا ورځې نمانځغونډې ته وويل، د نامسووله وسله والو تګ راتګ او هوايي ډزې په […]

نویسنده: hewadpal
19 وږی 1398
عبدالله د شهيد اونۍ له نمانځونكو سره د ځانګړو ځواكونو پر چلند نيوكه وكړه

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د شهيد اونۍ له نمانځونكو سره د ځانګړو ځواكونو پر چلند په نيوكې سره وايي، امنيتي مسوولين بايد په جدي توګه دې مسئلې ته پاملرنه وكړي.
هغه نن په كابل كې د عاشورا ورځې نمانځغونډې ته وويل، د نامسووله وسله والو تګ راتګ او هوايي ډزې په هېڅ صورت روا نه دي، خو په وينا يې، له كابل ښاريانو سره د ځانګړو ځواكونو چلند غيرې انساني و.
دا په داسې حال كې ده، چې د كورنيو چارو وزارت وايي، امنيتي سرتېرو تېره ورځ په كابل ښار كې ۱۳۸ نامسووله وسله وال او د عامه نظم اخلالوونكي كسان نيولي دي.
دغه وزارت زياتوي، د يادو كسانو په ډزو يو امنيتي سرتېرى او يو ملكي وګړى وژل شوي او اووه نور ملكيان ټپيان شوي دي.
د سرچينې په وينا، امنيتي ځواكونو له نيول شوو كسانو لسګونه ميله غيرې قانوني وسلې او ۵۱ عرادې وسايط هم ترلاسه كړل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA