ads

شمالي كوريا بله توغندويي ازموينه وكړه

د جنوبي كوريا پوځ اعلان كړى، چې شمالي كوريا نن سهار دوه نوي توغندي توغولي دي. د جنوبي كوريا رسمي خبري اژانس راپور وركړى، چې تراوسه د دې توغنديو نوعيت معلوم نه دى. دغه توغندي په داسې حال كې ازمويل شوي، چې شمالي كوريا د دوشنبې په ورځ وويل، غواړي له امريكا سره مذاكرات د […]

نویسنده: hewadpal
19 وږی 1398
شمالي كوريا بله توغندويي ازموينه وكړه

د جنوبي كوريا پوځ اعلان كړى، چې شمالي كوريا نن سهار دوه نوي توغندي توغولي دي.
د جنوبي كوريا رسمي خبري اژانس راپور وركړى، چې تراوسه د دې توغنديو نوعيت معلوم نه دى.
دغه توغندي په داسې حال كې ازمويل شوي، چې شمالي كوريا د دوشنبې په ورځ وويل، غواړي له امريكا سره مذاكرات د روانې سپټمبر مياشتې په وروستيو كې بېرته پيل كړي.
دا د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ او د شمالي كوريا د مشر كيم جونګ اون له وروستۍ ليدنې راهيسې د پيونګيانګ اتمه توغندويي ازموينه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA