ads

جمهور رئيس غني: هېڅ ځواك د ټاكنو د ترسره كېدو مخه نه شي نيولى

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ټاكنو لپاره هېڅ بديل نه شته او هېڅ ځواك يې د ترسره كېدو مخه نه شي نيولى. هغه نن په كابل كې د عاشورا ورځې نمانځغونډې ته په وينا كې په خپل وخت د جمهوري رياست ټاكنو پر ترسره كېدو ټينګار وكړ. بل پلو جمهور رئيس غني جمهوريت […]

نویسنده: hewadpal
19 وږی 1398
جمهور رئيس غني: هېڅ ځواك د ټاكنو د ترسره كېدو مخه نه شي نيولى

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د ټاكنو لپاره هېڅ بديل نه شته او هېڅ ځواك يې د ترسره كېدو مخه نه شي نيولى.
هغه نن په كابل كې د عاشورا ورځې نمانځغونډې ته په وينا كې په خپل وخت د جمهوري رياست ټاكنو پر ترسره كېدو ټينګار وكړ.
بل پلو جمهور رئيس غني جمهوريت سره كرښه وبلله او ويې ويل، د سولې بهير د مشورتي لويې جرګې د ګډونوالو د لار نقشې پر بنسټ مخته وړل كېږي.
د نوموړي په خبره، باعزته سوله، چې په هېواد كې امنيت تضمين كړي او د افغانستان د خلكو په مالكيت وي، د هر افغان غوښتنه او هيله ده او حكومت د هغې عملي كولو ته ژمن دى.
بايد وويل شي، چې تر دې وړاندې د ځينو كانديدانو او نورو قشرونو لخوا په خپل وخت د جمهوري رياست ټاكنو د ترسره كېدو په اړه اندېښنې مطرح شوې وې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA