ads

په هلمند كې چاودنو پنځه ملكي وګړي ټپيان كړي

د هلمند په مركز لښكرګاه ښار كې د چسپكي ماينونو چاودنو پنځه ملكي وګړي ټپيان كړي دي. د دې ولايت د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا نهه بجې د لښكرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې د شهيدانو چوک ته څېرمه د ملکي کسانو پر موټر د چسپکي ماين چاودنه وشوه، […]

نویسنده: hewadpal
18 وږی 1398
په هلمند كې چاودنو پنځه ملكي وګړي ټپيان كړي

د هلمند په مركز لښكرګاه ښار كې د چسپكي ماينونو چاودنو پنځه ملكي وګړي ټپيان كړي دي.
د دې ولايت د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا نهه بجې د لښكرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې د شهيدانو چوک ته څېرمه د ملکي کسانو پر موټر د چسپکي ماين چاودنه وشوه، چې په ترڅ كې يې درې تنه ټپيان شول.
بلخوا د هلمند په مركز لښكرګاه ښار كې تېره شپه د چسپكي ماين چاودنې دوه ملكي وګړي ټپيان كړل.
د دغه ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، دا چاودنه د لښكرګاه ښار د دوهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د ملكي وګړو پر موټر شوې ده.
د دولت كومې مخالفې وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
دا په داسې حال كې ده، چې په هېواد كې هر كال د چاودنو او بريدونو له كبله ګڼ شمېر ملكي كسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي، په تېرو ۱۲ مياشتو كې د ترهګريزو پېښو او وسله والو جګړو په ترڅ كې ۳۱۱۰ ملكي افغانان وژل شوي او ۱۳۵۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA