ads

په ميدان وردګ كې په هوايي بريد كې اووه ملكي وګړي وژل شوي

ځايي اوسېدونكي وايي، د ميدان وردګ د سيد اباد ولسوالۍ په تنګي سيمه كې تېره شپه بې پيلوټه الوتكې د ملكي وګړو پر سراچه ډوله موټر بريد كړى او اووه كسان يې وژلي دي. دوى زياتوي، وژل شوي كسان ټول ملكي وګړي او څلور يې د يوې كورنۍ غړي وو. د ميدان وردګ د والي […]

نویسنده: hewadpal
18 وږی 1398
په ميدان وردګ كې په هوايي بريد كې اووه ملكي وګړي وژل شوي

ځايي اوسېدونكي وايي، د ميدان وردګ د سيد اباد ولسوالۍ په تنګي سيمه كې تېره شپه بې پيلوټه الوتكې د ملكي وګړو پر سراچه ډوله موټر بريد كړى او اووه كسان يې وژلي دي.
دوى زياتوي، وژل شوي كسان ټول ملكي وګړي او څلور يې د يوې كورنۍ غړي وو.
د ميدان وردګ د والي وياند محب الله شريفزي له كليد سره په خبرو كې دا پېښه تاييد كړه، خو په وينا يې، ويل كېږي، چې په ياد هوايي بريد كې وسله والو طالبانو او ملكيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وويل، د پېښې د څېړلو لپاره پلاوى ټاكل شوى او په تړاو به يې كره معلومات وروسته له رسنيو سره شريك كړي.
وسله والو طالبانو هم ويلي، چې امريكايي ځواكونو د سيد اباد ولسوالۍ په تنګي سيمه كې د ملكي خلكو پر موټر هوايي بريد كړى، چې له كبله يې نهه ملكي وګړي وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA