ads

په بلخ كې ۳۶ وسله وال طالبان ووژل شول

۲۰۹ شاهين قول اردو وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په بلخ كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. له دې قول اردو څخه نن د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ، د شولګرې ولسوالۍ په سياه اب او د چمتال ولسوالۍ په ارزنكار كليو كې د جګړې او هوايي بريدونو په ترڅ […]

نویسنده: hewadpal
18 وږی 1398
په بلخ كې ۳۶ وسله وال طالبان ووژل شول

۲۰۹ شاهين قول اردو وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په بلخ كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له دې قول اردو څخه نن د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ، د شولګرې ولسوالۍ په سياه اب او د چمتال ولسوالۍ په ارزنكار كليو كې د جګړې او هوايي بريدونو په ترڅ كې ۳۶ طالبان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان دي.
د سرچينې په خبره، په دې پېښو كې د طالبانو څلور موټر سايكلونه هم له منځه يووړل شول.
۲۰۹ شاهين قول اردو همدارنګه وايي، په بلخ كې په مخامخ جګړو كې څلور امنيتي سرتېري هم وژل شوي او نهه تنه نور ژوبل دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA