د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د دوشنبې په ورځ د بنګله دېش د كركټ ملي لوبډلې ته په ټېسټ يا پنځه ورځنۍ لوبه كې په ۲۲۴ منډو ماتې وركړه.
دا لوبه په بنګله دېش كې ترسره شوه او نن يې د وروستۍ ورځې په وروستيو شېبو كې افغان لوبډلې بريا خپله كړه.
افغان لوبغاړو په لومړۍ پاڼۍ كې ۳۴۲ او په دوهمې پاڼۍ كې ۲۶۰ منډې وكړې، خو بنګله دېشي لوبغاړو په لومړۍ پاڼۍ كې ۲۰۵ او په دوهمې پاڼۍ كې ۱۷۳ منډې وكړې او لوبه يې په لوى توپير وبايلله.
دغه لوبه د باران له كبله څو وارې وځنډول شوه او اورونه يې هم راكم كړاى شول.
دا د ټېسټ كركټ په تاريخ كې د افغانستان درېيمه لوبه وه.
افغان لوبډلې خپله لومړۍ ټېسټ لوبه د ۲۰۱۸م ميلادي کال په جون مياشت کې د هند د لوبډلې په وړاندې ترسره کړه او ويې بايلله.
د ۲۰۱۹م کال په مارچ مياشت کې بيا افغانستان خپله دوهمه ټېسټ لوبه له ايرلنډ سره وكړه او ويې وګټله.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله څو ورځې وړاندې د کرکټ نړيوالې شورا د ټېسټ لوبو د ۱۰ غوره لوبډلو په لېست كې شامله او د زمبابوې له لوبډلې مخكې شوه.