ads

په ننګرهار کې ۳۶ ماينونه ونيول او له منځه يووړل شول

په ننګرهار کې د ۳۶ ماينونو او ۲۱ کيلو ګرامه چاودېدونکو توكو په نيولو او له منځه وړلو سره د خونړيو پېښو مخه ونيول شوه. د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د خوږياڼو ولسوالۍ په کمبو خروټي سيمه کې د ملي امنيت منسوبينو د وسله والو طالبانو […]

نویسنده: hewadpal
18 وږی 1398
په ننګرهار کې ۳۶ ماينونه ونيول او له منځه يووړل شول

په ننګرهار کې د ۳۶ ماينونو او ۲۱ کيلو ګرامه چاودېدونکو توكو په نيولو او له منځه وړلو سره د خونړيو پېښو مخه ونيول شوه.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د خوږياڼو ولسوالۍ په کمبو خروټي سيمه کې د ملي امنيت منسوبينو د وسله والو طالبانو له يوه پټنځای څخه ۳۶ ماينونه او ۲۱ کيلو ګرامه امونيم نايټرېټ ترلاسه كړل او د يادې ولسوالۍ په پيره خېلو سيمه کې يې له منځه يووړل.
د سرچينې په وينا، طالبانو غوښتل له يادو ماينونو څخه د جمهوري رياست د ټاکنو په ورځ د تخريبي کړنو په هدف کار واخلي، خو هڅې يې ناكامې شوې.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA