په كونړ كې د افغان ځواكونو د عملياتو په مهال درېيو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ځواکونو يې په سرکاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو پر يوه پټنځاى عمليات ترسره کړي دي.
د سرچينې په خبره، په دغو عملياتو كې د قاري سليمان په نوم يو طالب وسله وال وژل شوى او دوه نور طالبان ژوبل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په سركاڼو ولسوالۍ كې د خپلو ملګرو د مرګ ژوبلې په تړاو تبصره نه ده كړې.
د كونړ امنيتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په يو شمېر نورو سيمو كې يې هم عمليات پيل كړي، چې هدف يې د جمهوري رياست ټاكنو ته د زمينې برابرول دي.


