ads

په كابل ښار كې چاودنې درې ملكي وګړي ټپيان كړل

د كابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د سړك غاړې ماين چاودنې درې ملكي وګړي ټپيان كړي دي. د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز كليد ته وويل، دا چاودنه نن له غرمې مخكې شاوخوا ۱۱ بجې او پنځه دقيقې شوې ده. هغه زياته كړه، د يادو كسانو ټپونه سطحي دي. د […]

نویسنده: hewadpal
18 وږی 1398
په كابل ښار كې چاودنې درې ملكي وګړي ټپيان كړل

د كابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د سړك غاړې ماين چاودنې درې ملكي وګړي ټپيان كړي دي.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز كليد ته وويل، دا چاودنه نن له غرمې مخكې شاوخوا ۱۱ بجې او پنځه دقيقې شوې ده.
هغه زياته كړه، د يادو كسانو ټپونه سطحي دي.
د دې چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA