ads

په فرانسه كې سختې ګرمۍ سلګونه كسان وژلي

د فرانسې د روغتيا وزارت په دغه هېواد كې د سختې ګرمۍ له كبله د سلګونو كسانو د وژل كېدو خبر وركوي. د فرانسې د روغتيا وزيرې اګنېس بوزېن د يكشنبې په ورځ اعلان كړى، چې په دې هېواد كې د روان ميلادي كال په جون او جولاى مياشتو كې سختې ګرمۍ شاوخوا ۱۵۰۰ كسان […]

نویسنده: hewadpal
18 وږی 1398
په فرانسه كې سختې ګرمۍ سلګونه كسان وژلي

د فرانسې د روغتيا وزارت په دغه هېواد كې د سختې ګرمۍ له كبله د سلګونو كسانو د وژل كېدو خبر وركوي.
د فرانسې د روغتيا وزيرې اګنېس بوزېن د يكشنبې په ورځ اعلان كړى، چې په دې هېواد كې د روان ميلادي كال په جون او جولاى مياشتو كې سختې ګرمۍ شاوخوا ۱۵۰۰ كسان وژلي دي.
د نوموړې په خبره، د وژل شوو كسانو شاوخوا نيمايي يې له ۷۵ كلونو ډېر عمرونه لرل.
د يادولو ده، چې د تېرې جولاى مياشتې په وروستيو كې د فرانسې په ښارونو كې ګرمي په غيرې معمولي ډول زياته شوه او د دې هېواد په جنوب كې د سانتي ګراد په كچه ۴۶ درجو ته ورسېده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA