د احمدشاه مسعود وسلې لرونكو پلويانو د كابل ګارنيزيون يو سرتېرى په ډزو وژلى دى.
د كورنيو چارو وزارت وايي، دا سرتېرى محمد نور نومېده او د كابل ښار په ټرافيك څلور لارې كې وژل شوى دى.
د دې وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، چې د يادې پېښې په تړاو شپږ نامسووله وسله وال كسان د امنيتي ځواكونو له لوري نيول شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د كورنيو چارو وزارت د شهيد اونۍ له نمانځونكو غوښتي وو، چې عامه نظم ګډوډ نه كړي، له وسلو او پوځي يونيفورم سره ونه ګرځي او له تورو ښيښو لرونكو او بې اسنادو موټرونو ګټه پورته نه كړي، كنه د پوليسو له جدي چلند سره به مخ شي.


