د احمدشاه مسعود د وژل کېدو ۱۸مه كليزه نن سهار په کابل ښار کې د مسعود په څلورلارې کې د هغه پر څلي د ګلونو ګېډۍ په اېښودو سره ونمانځل شوه.
د اجرائيه رياست د خبرپاڼې له مخې، د ګلونو ګېډۍ د اېښودو په مراسمو كې د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد، د مشرانو جرګې مرستيال محمد علم ايزديار، يو شمېر جنرالانو او ځينو جهادي قوماندانانو ګډون درلود.
احمدشاه مسعود د ۱۳۸۰يم لمريز کال د وږي مياشتې په ۱۸مه نېټه د تخار په خواجه بهاء الدين ولسوالۍ کې د دوو عرب ځانمرګو بريد کوونکو لخوا، چې ځانونه يې خبريالان معرفي کړي وو، ووژل شو.


