جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ كې د يوې غونډې په مهال د هېواد د امنيتي او دفاعي سکټور مسوولينو ته د جمهوري رياست ټاکنو بهير د غوره امنيت د ټينګښت او د دولت د وسله والو مخالفينو د ګواښونو د دفع کولو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې ياده غونډه د جمهور رئيس غني په مشرۍ د هېواد د عمومي امنيتي حالت په ځانګړي ډول د جمهوري رياست ټاکنو د امنيت ارزولو په هدف جوړه شوه.
د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې غونډه كې د هېواد د امنيتي او دفاعي سکټور مسوولينو د جمهوري رياست ټاکنو د امنيت ټينګښت، د دولت د وسله والو مخالفينو د بريدونو د دفعې لپاره د اقداماتو او تدابيرو او په وړاندې يې د عملياتو زياتولو په اړه خپل راپورونه وړاندې كړل.
دغه راز يادو مسوولينو د دولت د وسله والو مخالفينو د ګواښونو دفع کولو او د امنيت ټينګښت په خاطر بغلان ته د خپل سفر راپورونه هم د غونډې ګډونوالو ته واورول.
بايد وويل شي، چې له شاوخوا يوې اونۍ راهيسې د بغلان په بېلابېلو سيمو كې د افغان ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.


