ads

امريكا طالبانو ته خبردارى وركړ

د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو وايي، كه طالبان خپلو بريدونو ته دوام وركړي، پوځي فشارونه به بېرته پرې پيل شي. نوموړي په يوه مركه كې هيله څرګنده كړه، چې طالبان خپل چلند بدل كړي او د سولې مذاكراتو په مهال پر خپلو كړو ژمنو عمل وكړي. په همدې حال كې طالبانو د […]

نویسنده: hewadpal
18 وږی 1398
امريكا طالبانو ته خبردارى وركړ

د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو وايي، كه طالبان خپلو بريدونو ته دوام وركړي، پوځي فشارونه به بېرته پرې پيل شي.
نوموړي په يوه مركه كې هيله څرګنده كړه، چې طالبان خپل چلند بدل كړي او د سولې مذاكراتو په مهال پر خپلو كړو ژمنو عمل وكړي.
په همدې حال كې طالبانو د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له لوري له دې ډلې سره د سولې خبرو د درولو په غبرګون كې ويلي، چې دا تصميم به تر هر چا ډېر تاوان په خپله متحدو ايالتونو ته ورسوي.
طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له امريكايي پلاوي سره خپل د سولې مذاكرات ګټور بللي او په وينا يې، د روانې سپټمبر مياشتې ۲۳مه نېټه د لومړۍ بين الافغاني غونډې لپاره ټاكل شوې وه.
دغې ډلې په هېواد كې د خپلې جګړې پر دوام ټينګار كړى دى.
د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په كابل ښار كې د وروستي موټربم ځانمرګي بريد په غبرګون كې، چې له كبله يې د يوه امريكايي سرتېري په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول، له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې او په كمپ ډېويډ كې يې له طالب مشرانو او جمهور رئيس محمد اشرف غني سره پټې جلا ليدنې، چې ټاكل شوې وه د يكشنبې په ورځ وشي، لغوه كړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA