د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن سهار د تاجكستان پايتخت دوشنبې ښار ته ورسېده.
ټاكل شوې افغان لوبډله په دې ښار كې له تمرين وروسته د ۲۰۲۲م ميلادي كال نړيوال او د ۲۰۲۳م كال اسيا جامونو ته د لارموندنې په سياليو كې خپله دوهمه لوبه د بنګله دېش د لوبډلې په وړاندې ترسره كړي.
دا لوبه به د دوشنبې ښار په مركزي لوبغالي كې د افغانستان په كوربه توب د چهار شنبې په شپه ترسره شي.
افغانستان په يادو سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د تېرې جمعې په شپه د قطر په وړاندې په شپږ – صفر پايلې سره وبايلله.
ياده لوبه په قطر كې ترسره شوه.
افغانستان د فوټبال نړيوال او اسيا جامونو ته د لارموندنې په سياليو كې له قطر، عمان، بنګله دېش او هند سره په E ګروپ كې شامل دى.