د چين د سيچوان ايالت په وي يوان سيمه كې نن سهار د رېختر په كچې پنځه اعشاريه څلور درجې زلزلې يو تن وژلى او ۲۹ نور يې ټپيان كړي دي.
د دوو ټپيانو روغتيايي حالت نازك ښودل شوى دى.
يادې زلزلې خلکو ته پر ځاني زيانونو سربېره مالي زيانونه هم اړولي دي.
د راپورونو پر بنسټ، دغې زلزلې ۱۷ كورونه وران كړي او ۲۱۵ نورو ته يې هم زيان اړولى دى.
په سيمه كې له زلزله ځپلو سره د مرستې لړۍ دوام لري.
دغه زلزله د چين په يو شمېر نورو سيمو كې هم حس شوې، خو هلته يې مالي او ځاني زيانونه نه دي اړولي.


